لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش اؤ طالبانو سره دافغان ځواکونو تودې نښتې


طالب جنګیالیو د یوې سختې جګړې وروسته د تیورۀ ولسوالۍ مرکز اؤ د فاریاب کوهستان اولسوالي له افغان ځواکونو نیولی وؤ.
طالب جنګیالیو د یوې سختې جګړې وروسته د تیورۀ ولسوالۍ مرکز اؤ د فاریاب کوهستان اولسوالي له افغان ځواکونو نیولی وؤ.

تندروه جنګیالو ډلو داعش اؤ طالبانو سره د سختو نښتو وروستو افغان ځواکونو دطالبانو څخه دغور ولایت تیوره اولسوالي بیرته نیولې اؤ په ننګرهار کې یې دداعش ۸ جنګیالي وژلي دي‌.

د پنجشنبې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د تیورۀ ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات نن سهار وختي پیل شوي وو، چې په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ مرکز بیرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

طالب جنګیالیو د تیرې یکشنبې په ورځ د یوې سختې جګړې وروسته د تیورۀ ولسوالۍ مرکز اؤ د سه شنبې په ورځ د فاریاب کوهستان اولسوالي له افغان ځواکونو نیولی وؤ.

کوهستان ولسوالي افغان ځواکونو تیره ورځ یو ځل بیا طالبانو څخه د خپل واک لاندې راوستې وه اؤ‌ د غور ولایتي چارواکي وایي د تیوره ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات یې نن سهار په درې نیمو بجو پیل کړي چې لا هم دوام لري.

د غور والي ناصر خاضع امریکا غږ ته ویلي دغو عملیاتو کې د ځانګړو ځواکونو او سیمه ایزو پاڅون کوونکو په ګډون د افغان امنیتي ادارو په سګونو منسوبین برخه لري.

وسله والو طالبانو په دې اوونۍ کې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ هم نیولې ده، چې د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي خو د دغې ولسوالۍ مرکز لا هم د طالبانو په لاس کې دی.

افغانستان کې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان دغه بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته کوي خو پاکستان ددغو تورونو منلو نه انکار کوي.

په عین حال کې راپورونه وایي چې د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې يې په هوایي بریدونو کې دتندروه وسله والې ډلې داعش ۸ وسله وال وژلي دي.

د چارواکو په وينا چې په ياد بريد کې د وسله والو يو مهم پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خبریالانو ته ویلي چې افغان ځواکونو تیره شپه اچین کې د داعش یو مرکز باندې هوایي برید کې چې پکې دهغوئ اته جنګیالي وژل شوي.

افغان ولسمشر اشرف غني وایي چې دا مهال په افغانستان کې د تندلارو لږ ترلږه ۲۲ ډلې فعاله دي خو ولسمشر غني بیا زیات سر دپاکستان اؤ طالبانو څخه ټکوي اؤ وایي چې دافغانستان په ضد یې مطلقه جګړه پیل کړې ده.

اشرف غني دریځ لري چې هیواد یې لمړی د پاکستان سره سوله کول غواړي بیا د طالبانو سره ځکه چې طالبان هم پاکستان په افغانستان کې بریدونو ته لمسوي .

خو پاکستان بیا دافغانستان اؤ امریکا د تورونو برعکس وایي چې افغانستان کې د سولې پلوي دی.

امریکه هم د تیرې یوې لسیزې راهسې پرله پسې پاکستان د جنګیالو په مرسته تورنوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG