لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمه وایي په حکومت به دقاضي فائز عیسي کمیشن رپورټ‌ عملي کوي


Supreme Court of Pakistan
Supreme Court of Pakistan

دپاکستان سترې محکمې تیرکال د کوئټې روغتون کې د شوي ځانمرګي برید پلټنو دپاره د جوړ کمیشن د رپورټ په نه عملي کیدو ناخوښي ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې حکومت به ترهغې په ارام پرې نه ږدي چې ترڅو یې پرې دغه رپورټ عملي کړی نه وي.

په عین حال کې دبلوچستان وکیلان تور لګوي چې حکومت دغه پیښه کې د وژل شوؤ وکیلانو کورنیو سره د مرستو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

د چهارشنبې په ورځ د سترې محکمې درې کسیزه بینچ د کوئټې په روغتون تیر کال دشوي ځان مرګي برید پلټنو دپاره د جوړ کمیشن په رپورټ دعملدرامد جاج اخستی .

په دغه موقعه د بلوچستان دپولیسو لخوا سترې محکمې ته ویل شوي چې امنیتي ادارو دغه پیښه کې ککړ دوه مجرمان ویشتلي ، یو یې نیولی اؤ د دوؤ مخرورانو پسر حکومت د شلو لکو روپور انعامونه هم ویستي دي .

دغه شان د بلوچستان دصحت وزارت لخوا سترې محکمې ته د کوئټې په روغتون کې د ټراماسنټر یا دبحالۍ دمرکز دفعالیت په هکله ویل شوي دي خو محکمې په دغو رپورټونو ناخوښي ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې ستره محکمه به ترهغې حکومت په ارام نه پریږدي ترڅو چې یې پرې د قاضي فائز عیسي کمیشن رپورټ عملي کړی نه وي.

ددغه قضیې اوریدنې دپاره د بلوچستان ایالت خواوشا ۲۵ وکیلان هم نن سترې محکمې ته ورغلي وؤ.

ددغو وکیلانو څخه دبلوچستان دهائیکورټ بار پخوانی عمومي سکتر نصیب الله ترین وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې سترې محکمې د حکومت څخه په دغه معامله راتلونکې اوریدنه کې د کوټلي پرمختګ رپورټ غوښتی دی.

هغه وویل حکومت د کوئټې په روغتون ترهګر برید کې د وژل شوؤ وکیلانو کورنیو سره حکومت ژمنې کړې وې چې زخمیانو ته به دعلاج اسانۍ ، د وژل شوؤ کورنیو غړو ته به سرکاري نوکرۍ اؤ د وژل شوؤ بچیانو ته به تعلیمي لګښتونه ورکوي خو په دغو ژمنو کې یې یوه هم نه ده پوره کړې .

سترې محکمې ددغه دوسیې اوریدنه د راتلونکې میاشتې دولسمې نیټې پورې ځنډولې ده.

تیرکال د اګست میاشت کې په کوئټه روغتون شوي ځانمرګي برید کې د ۷۰ؤ څخه زیات کسان وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې سیمه ایز وکیلان وؤ.

اؤ بیا ددغه برید د پلټنو دپاره جوړ کمیشن پخپل رپورټ کې دهیواد دامنیتي ادارو په کردار نیوکې کړې وې.

نصیب الله ترین ایډوکیټ زیاته کړې ده چې دغه برید کې دغفلت د ذمه وارو امنیتي ادارو په هکله د دوئ تحفظات اوس هم پخپل ځایې دي.

هغه وویل که چرې د کوئټې په روغتون شوي برید نه روستو د پلټنو د کمیشن راپور عملي شوی وی نو نن به نه یوازې کوئټه د ورانکارۍ دنورو پیښو نه خوندي وه بلکې په راتلونکی کې به هم ددغسې بدو پيښو مخه نیول شوې وه.

جسټس قاضي فائز عیسي کمیشن پخپل راپور کې د کورنیو چارو دمرکزي وزیر چوهدري نثار د یوې ناقانونه تندروه ډلې مشر سره په لیدنه هم ټکونه کړي وؤ اؤ دغه لیدنه یې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو کې په حکومتي‌ دعوؤ یوه سوالیه نخښه ګرځولې وه.

خو مرکزي حکومت دغه تورونه رد کړي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG