لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار:دطالبانو برید کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده


د قندهار څخه پوځي سرچینو مطبوعاتو ته ویلي په دغه برید کې تر ۴۰ؤ زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوختې ده.
د قندهار څخه پوځي سرچینو مطبوعاتو ته ویلي په دغه برید کې تر ۴۰ؤ زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوختې ده.

افغان چارواکي وایي د افغانستان په قندهار ولایت کې د افغان پوځ په یو مرکز د طالبانو برید کې افغان پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوختې ده.

دغه برید تیره شپه دخاکریز اولسوالۍ په کرزنۍ سیمه کې شوی اؤ دافغانستان ددفاع د وزارت ویاند دولت وزیري مطبوعاتو ته ویلي چې برید کې ۲۶ افغان سرتیري اؤ ۸۰ طالبان وژل شوي.

خو ازادې سرچینې د وژل شوؤ افغان پوځیانو شمیره د ۴۰ څخه پورته ښایي اؤ وایي په لسګونو د ملي پوځ عسکر ژوبل هم دي.

قندهار پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان هغه سرحدي ولایت دی چې دغلته وخت ناوخته طالبان په افغان ځواکونو بریدونه کوي اؤ افغان چارواکي تور لګوي چې دغو طالبانو ته د پاکستان ملاتړ ترلاسه دی.

د دفاع د وزارت ویاند ویلي چې خاکریز اولسوالۍ ته د افغان پوځ د مرستې دپاره نور تازه ځواکونه استول شوي دي.

اخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف دعوه کړې ده چې په خاکریز اولسوالۍ کې د افغان پوځ په مرکز شوي دغه برید کې ۷۴ پوځیان وژل شوي اؤ شپږ برامته کړی شوي دي.

دغه برید په داسې حال کې شوی چې اوړمه ورځ دافغانستان په کابل اؤ دپاکستان په لاهور سیمو کې په یوه ورځ شوؤ ځانمرګي بریدونو کې د سوؤنو کسانو د مرګ،ژوبلې وروستو د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې یوځل بیا تاوژنې شوي دي.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني دعوه کړې ده چې پاکستان د افغانستان لخوا د سولې غږ ته ځواب نه دی ویلی اؤ دافغانستان په ضد یې مطلقه جګړه پیل کړې ده.

پاکستان مدام د افغان چارواکو دغسې تورونه رد کړي اؤ دعوي کوي چې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات پلوي دی خو امریکا اؤ د نړۍ نور هیوادونه هم دپاکستان په دغسې دعوؤ باور نه کوي اؤ پاکستان دترهګرو ملاتړی هیواد بولي.

دامریکا لخوا اوس اوس د ترهګرۍ په ضد د ملګرتیا مد کې پاکستان ته ورکړی کیدونکې د پینځوؤ کروړو ډالرو مرسته په دې دلیل ایساره کړل شوې ده چې پاکستان پخپله خاوره د طالبانو ، دحقاني شبکې د جنګیالو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه دي اخستي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG