لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرله پسې حجونه، داسلام فلسفه اؤ ددیني عالمانو کردار


پیغمبر محمد (ص) هم پخپل ټول ژوند کې یوازې یو حج کړی ؤ. 
پیغمبر محمد (ص) هم پخپل ټول ژوند کې یوازې یو حج کړی ؤ. 

پاکستان کې که هرڅو دپرله پسې حجونو مخنیوي دپاره وخت په وخت په حکومتي کچ پالیسۍ اعلان شوي خو څیړونکي وایي دغه پالیسۍ ځکه نه کامیابیږي چې مذهبي عالمان د زیاتو حجونو په هکله داسلام په اصل فلسفه عام اولس هغسې نه پوهوي څنګه چې اړتیا لیدل کیږي.

د پیښور پوهنتون د اسلامي علومو پخوانی رییس او د تعلیم د عالي کمیسون د سیرت څانګې موجوده مشر پروفیسر ډاکټر قبله ایاز وایي داسلام ستر پیغمبر ټول ژوند کې یو ځل حج کړی اؤ د زیاتو حجونو پیسې که د ټولنې د بې وزله وګړو په ښیګړه ولګول شي نو دا زیات ثواب لري.

سږکال هم دحج د مذهبي فریضې ترسره کولو لپاره د پاکستان نه سعودي عربستان ته پروازونه پیل شوي دي او د مذهبي چارو وزارت وایي د پاکستان څخه به یولک اتیا زره تنان دا سږکال د حج فریضه ترسره کړي چې پکې د خیبر پښتونخوا او فاټا یودیرش زره تنان هم شامل دي.

پاکستان کې خلق په دوو ذریعو سعودي ته حج له ځي، یو د سرکاري سکیم په ذریعه او بل دشخصي کمپنیانو دلارې.

دا ځل چې کوم تنان سرکاري کوټه کې انتخاب شوي دي هغوي به سړي سر دوه لکه اتیا زره روپۍ مصرفوي خو دشخصي حج کمپنیانو بلا بیل نرخونه دي چې د درې نیمو لکو نه نیولې تر شپږو لکو روپو پورې کیدی شي.

دپاکستان په ‌څیر غریب هیواد کې دا ډیرې پیسې دي او اکثره تنان د ټول ژوند د لږو، لږو پیسو جمع کولو نه وروستو په دې وتوانیږي چې حج له لاړ شي.

خوځیني بیا داسې هم دي چې دوه، درې او تر دې چې څلور او پنځه حجونه کوي.

دپاکستان د منصوبه بندۍ د وزارت د تیرکال د شمیر شمیرو له مخې ددغه هیواد ۴۰ فیصده څخه زیاته ابادي دغریبۍ ښکار ده خو په دې کې بیا ۲۹.۵ فیصده وګړي دغریبۍ دکرښې نه لاندې ژوند کوي اؤ ۴۰ فیصدو څخه زیات وګړي دپیسو نه لرلو له امله د زده کړو نه محروم دي.

خو ډیوه راډیو چې د پیښور پوهنتون د اسلامي علومو د پخواني رییس او د تعلیم د عالي کمیسون د سیرت څانګې موجوده مشر پروفیسر ډاکټر قبله ایاز سره د زیاتو حجونو د شرعي حکم په حقله خبرې وکړې نو هغه وویل اسلام کې ټول ژوند کې صرف په شته منو خلقو یوځل حج فرض کړی شوی دی او زمونږ پیغمبر محمد (ص) هم صرف یوحج کړی ؤ.

هغه وایي چې د الله پیغمبر صرف یو حج کړی دی نو مونږ تاسو له نه دي پکار چې بیا بیا حج له لاړ شو.

ښاغلي قبله ایاز زیاته کړه هرڅو که د یوځل نه زیات حج کول یو مستحب عمل دی خودحج په ځایې نور هم داسې مستحب اعمال شته کوم چې د الله مخلوق سره تړلي دي

“که خلق هغې طرفته راشي نو دابه زیاته ګټه وره وي. لکه د دویم حج پیسې که یوې داسې جینۍ ته ورکړی شي چې د پیسو دکمي په وجه یې واده ایسار وي، د یو مستحق ذده کونکي دکالج یا پوهنتون فیس جمع کړی شي، ناداره ناروغانو سره د دارو لپاره مالي کومک یا داسې نور د خیرښیګړې کارونه نو دا به نه یواځې د خدایې نظرکې یو غوره عمل وي بلکې هاغوتنانو ته به هم موقع پیدا شي چې هرکال د حج لپاره درخواست ورکوي خو نوم یې پکې نه راوځي”

حکومت هم دیو نه د زیاتو حجونو د مخنیوي لپاره وخت په وخت قوانین جوړکړي دي او د خیبر پښتونخوا د حج ډایرکټر شکیل احمد سیټهي وایي وړاندې به په هرحاجي بندیز ؤ چې پنځو کلنو تیریدو نه وړاندې دویم حج نشي کولی خو سږ کال دا موده د پنځوؤ نه اوو کلونو ته سیوا کړی شوې ده.

اوس چې څوک هم د اوو کلنو نه وړاندې د دویم حج لپاره درخواست جمع کوي نو کمپیوټر به یې ردوي او په هغې به هیڅ عمل نه کیږي البته که څوک د محرم په حیث خپلې مور خور سره حج ته تلل غواړي نو دغه بندیز نه به بیا ازاد وي.

خو کارپوهان وايي ددویم حج دبندیزپه قانون صحیح عمل نه تر سره کیږي او خواهشمند داسې لیارې ولټوي چې د پنځو کلونو د تیریدو نه وړاندې دویم حج له لاړشي.

بلخوا ډاکټر قبله ایاز وایي مذهبي عالمان باید خپلو خطبو او ویناګانو کې په اذاد مټ د حج په شرعي احکاماتو رڼا واچوي ترڅو عاموخلقو کې په دې حقله پوهه پیدا شي ځکه چې اکثره خلق زیات حجونه د ثواب لپاره کوي البته ډیر لږ تنان به داسې وي چې ددویم یا دریم حج مقصد یې نمود او نمایش وي. او وایي حکومت باید د عالمانو سره په مشوره دا قوانین لا نور هم سخت کړي.

۲۰۱۰م کې چې پښتونخوا او ټول هیواد کې کوم سیلاب راغلی وو نو هاغه وخت ځیني عالمانو په جار په خلقو غږ کړی وو چې څوک راروان حج له په دویم ځل روان دي هغوي دې خپلې پیسې د دویم حج په ځایې سیلاب ځپلو ته ورکړي ددې به زیات ثواب وي.

ډاکټر قبله ایاز داسې مذهبي عالمان ستایي کوم چې د الله صحیح احکامات تر خلقو رسوي خو په ټولنیز ژوند کې دداسې عالمانو شمیره ډیره لږه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG