لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنيشنل وايي د کابل برید په جنګي جرمونو کې راځي


د افغان جګړې ۱۶ کاله وشو او په دې موده کې تر ټولو زیات زيان ملکي ابادۍ ته اوختی دی
د افغان جګړې ۱۶ کاله وشو او په دې موده کې تر ټولو زیات زيان ملکي ابادۍ ته اوختی دی

د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنيشنل د دوشنبې په ورځ کابل کې شوی ځانمرګی برید غندلی دی، طالبانو د چاؤدېددونکو بارودي موادو ډک ګاډي د لارې کړی برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د نړيوال سازمان څيړونکې حوريه مصدق ويلي، "په دې وحشي بريد کې د ملکي وګړو ابادي په نخښه شوې ده کوم چې دنړیوال قانون ترمخه په جنګي جرمونو کې شمارل کيږي، دا پرونۍ خبره ده چې په کابل کې خلکو د تاريخ ناوړه بريدونو د تلين تيارۍ کولې او نن دغه خلک په نورو وژنو وير کوي".

هغې ويلي"د افغان جګړې ۱۶ کاله وشو او په دې موده کې تر ټولو زیات زيان ملکي ابادۍ ته اوختی دی".

حوريه مصدق ويلي، "د روان کال په وړومبيو شپږو میاشتو کې ډېر انساني زيان اوختی دی، او په هغو کې ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن شوي دي، نه خو افغان حکومت او نه بيا نړیوالې ورورولۍ دې خلکو پله اړين پام راړولی دی".

بيان کې ويل شوي،" افغان حکومت له پکار ده چې د خلکو خوندي کول د خپلو پاليسو مرکز وګرځوي، دغه ډول اروپايي ملکونه دې دا ادعاوې ودروي چې افغانستان خوندی دی چرته چې کډوال او پناه ترلاسه کوونکي بيرته تلی شي".

افغان صدر اشرف غني د دوشنبې په ورځ کابل کې بريد په سختو ټکو کې غندلی چې عام ملکي خلک پکې په هدف کړی شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه هېئت ترمخه د روان کال په وړومبيو شپږو میاشتو کې افغانستان کې نزدې ۱۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي چې پکې ۲۰ فيصده وژنې په کابل کې رامنځته شوي دي.

کابل کې ددوشنبې په ورځ ځانمرګي د دولتي کارکوونکو وړونکو په يو بس برید کړی ؤ.

د کابل د پوليسو بصيرمجاهدویاند ويلي د بریدګر هدف د افغانستان د کانونو او پيټروليم د وزارت سره تړاؤ لرونکو کسانو ګاډي (کوسټر) وو او بريد کې ټول ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

کابل کې د مئي په ۳۱م نېټه د بارودو ډک ټرک د لارې زوروره چاؤدنه شوې او په هغې کې د ۱۵۰ کسان وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG