لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان د نصابه د کرکې مواد نه دي لرې کړی شوي


د تعليمي نصاب نه د کرکې او د لږکيو مذهبي ډلو په ضد د نفرت د موادو د ويستلو د پاره ډېر کم کار شوے دے

د نېشنل کمېشن غړو او تعليمي پوهانوويلي په تېرو پينځه ؤ کالو کې ليدل شوي چې دپاکستان د نصاب د کتابونو څخه د کرکې مواد نه دي لرې کړل شوي.

د امن او انصاف قامي کمېشن په نوم غېر دولتي ادارې د دوشنبې په ورځ پېښور کې پاکستان کې په نصاب کې د کرکې د موادو د سرخط لاندې غونډه راجوړه کړې او خبرې يې پرې کړي دي.

د قامي کمېشن پوهانو غونډې ته په وېنا کې ويلي، "مونږ د دغه مقصد دپاره ۷۰ کتابونه کتلي او دا راته معلومه شوې چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کې نور د کرکې موادو لرې کولو ته اړتيا لري".

په دغه غونډه کې ويل شوي چې د تعليمي نصاب نه د کرکې او د لږکيو مذهبي ډلو په ضد د نفرت د موادو د ويستلو د پاره ډېر کم کار شوے دے او په غونډه کښې شريک تعليمي ماهر او د مذهبي علومو استاذ ډاکټر قبله اياز وايي،

"زمونږ ه نصاب چې دی په دې حواله لږ کمزورے دی او دا حوالې چې دي زمونږ په نصاب کښې کمي دي او زمونږ په معاشره کښې هم کمي دي خو که په نصاب کښې دا شاملې وی نو دا امکان ؤ چې د هغې انعکاس په معاشره کښې هم وشي۔۔۔ نو دا بدبختي ده چې نصاب دې طرف ته داسي پوره توجه نه ورکوي نو اوس زمونږ ذهني تشکيل چې کوم دے هغه د دې بيانيې د وجې نه هغه د دفاع په اصولو باندې دے د ترقۍ په اساس نه دے".

د نېشنل کميشن د غړو په وېنا چې په تېرو پينځوؤ کالو کښې د نصاب د ۷۰ کتابونو جاج اخستی دی او په دې کښې د لږکيو ډلو په ضد د کرکې مواد موندلي دي خو په پنجاب او سندهـ کښې بيا هم د نصابه چرته چرته د کرکې مواد ويستل شوي دي خو په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کښې د نصاب نه داسي ډېر کم مواد ويستل شوي دي.

د سيکهـ ورورولۍ او غړي رادېش سينکهـ ټوني وويل د دويي د مذهب په ګډون د نورو لږکيو او مذهبي ډلو په اړه په نصاب کښې شامل زياتره مضامين بنيادي تاريخي نمګړتياوي او غلطۍ لري.

"زمونږ دوه درې چې کوم پينځم کښې اووم کښې نهم کښې دا چې کوم دا درې سبجېکټس دي په دې کلاسو کښې چې کوم سبجېکټس ؤ په هغې کښې زمونږ د سيکهـ مذهب زمونږ ي چې کوم (ګوروز) دي د هغې په باره کښې يو داسي هيسټري ليکلي وه چې هغه بلکل ټوټلي غلط ؤ کريکولم واله چې زمونږ د سيکهـ مذهب يا هندو مذهب يا دا کرسچنټي يا نور مذهب د هغې څه مضمون ليکي نو مونږ خو دا وويل چې کم از کم پکار دا ده چې هغه مذهب نه يو عالم يو کس واخلئ چې کوم تاسو د هغې هغه څه تاسو سبجېکټ واخلئ چې دا مونږ له سبجېکټ ستاسو نه پکار دے تاسو دا مونږ له راکړئ".

د خېبرپښتونخوا ثانوي تعليم په ۲۱۴ نصابي کتابونو کښې يواځي اووه کتابونه د پي ټي آئي په دې حکومت کښې چاپ شوي دي او د تعليم وزير عاطف خان په تېرو ورځو کښې اسمبلۍ ته ويلي ؤ په صوبه کښې اوس هم ماشومانو ته ښودل کېدونکي کتابونه هغه دي چې نصاب يې د متحده مجلس عمل صوبائي حکومت د مرکزي حکومت سره منلے ؤ.

په دې موقع د انصاف او د امن دې پاکستاني شخصي کمېشن له اړخه يوه داسې کتابچه مقرر شوه چې پکښې د تاريخ ټولنيزو علومو مطالعه پاکستان او د اردو په نصابي کتابونو کښې د کرکې مواد او غلطۍ ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG