لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ماشومانو دجنسي تیریو پیښې سیوا شوي


پولیس تر دې دمه په دغو جرمونو کې د ککړو کسانو په نیونه نه دي بریالي شوي
پولیس تر دې دمه په دغو جرمونو کې د ککړو کسانو په نیونه نه دي بریالي شوي

دپاکستان تر ټولو لویې ایالت پنجاب په قصور سیمه کې ماشومانو سره یو ځل بیا د جنسي تیریو پیښو کې زیاتوالی لیدل کیږي اؤ د تیرو شپږو میاشتو په مهال قصور کې ۱۰ ماشومان چې پکې اووه جینکۍ هم شاملې دي، له جنسي تیریو وروسته وژل شوي دي.

دپاکستان د انګریزۍ ژبې د ورځپاڼې ډان د یو راپور له مخې د روان کال جنورۍ میاشتې راهسې پیل شوؤ دغو بوګنوونکو پيښو کې د جنسي زیاتیو سره مخ شوؤ لسو ماشومانو کې یوه اته کلنه ماشومه هم شامل ده چې هم په دې وروستیو کې د نامعلومو خلکو لخوا پرې جنسي تیری شوی دی.

رپورټ کې راغلي چې ددغه اته کلنې ماشومې مړی د تیرې جولایئ د میاشتې په اتمه نیټه په شاه عنایت سیمه کې د یو جوړیدونکي کور څخه ترلاسه شوی ؤ.

دغه وړه ماشومه د کور څخه د باندې د ټیوشن یا له مکتبه بهر د زده کړو دپاره وتلې اؤ له هغې وروستو بې درکه شوې وه.

د ماشومانو د حقونو دپاره د کارکوونکو غیردولتي سازمانونو شمیرې ښایي چې تیر کال د ۱۰۰ څخه زیات ماشومان هلکان اؤ جینکۍ له جنسي تیریو وروسته وژل شوي دي.

راپور کې ویل شوي چې دتیرو څو میاشتو په مهال چې کوم ماشومان د نامعلومو خلکو لخوا د جنسي زیاتیو اؤ وژنو ښکار شوي په هغې کې اووه جینکۍ اؤ درې هلکان شامل دي.

پولیس تر دې دمه په دغو جرمونو کې د ککړو کسانو په نیونه نه دي بریالي شوي خو دوه کي چې په دغو تازه پیښو کې لاس لرونکي دوه تنان پخپل منځي ډزو کې مړه شوي دي.

څرګنده دې وي چې یو کال وړاندې هم د قصور په حسین واله سیمه کې د سلو څخه زیاتو ماشومانو سره د جنسي تیریو د ویډیوګانو جوړولو پیښې مخې ته راغلې وې چې له دې امله په دغه سیمه کې اوس هم د زیاتره ماشومانو کورنۍ د ویرو سره مخ دي.

د ماشومانو دحقونو دپاره کارکوونکی غیردولتي سازمان ساحل فعالین وایي چې په هاغه پیښو کې ککړو کسانو ته تر اوسه د محکمې لخوا هیڅ رقم سزاګانې نه دي ورکړل شوي.

ددغه سازمان د مطبوعاتو چارو مشر ممتاز ګوهر وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې په دغه رقم پیښو کې زیاتره بااثره خلک ککړ وي نو ځکه پولیس په د هغوئ د نیونې نه ډډه کوي.

هغه وویل په دغسې قضیو کې زیاتره وخت پلټنې په داسې ژور ډول نه کیږي چې په ماشومانو جنسي تیریو کې د ککړو خلکو ځیلې ولټول شي اؤ هغوئ ته د محکمو له لوري د سزاګانو ورکول کیدو دلارې ددغه وحشت مخه ونیول شي.

د ممتاز ګوهر وینا ده چې په محکمو کې په ماشومانو د جنسي تیریو قضیې دومره اوږدې شي چې د اغیزمنو ماشومانو د مور.پلار زړونه د محکمې اؤ انصاف څخه مات شي اؤ د محکمې نه بهر ددغو بااثره سره روغې جوړې ته غاړه کښیږدي.

څیړونکي دا هم وایي چې د پاکستان په تعلمیي نصاب کې داسې ماشومانو ته داسې هیڅ زده کړې نه ورکول کیږي چې هغوئ پرې ځان په ټولنه کې د جنسي تیریو نه وژغوري.

په پاکستان کې نه یواځې دا چې ماشومان د جنسي تیریو ښکار کیږي بلکې راپورونه وایي چې په دغه هیواد کې دوه کروړه اؤ شل لکه ماشومان د تعلیم د اسانتیاؤ څخه هم بې برخې دي چې له دې امله په ټولنه کې په ماشومانو د جنسي تیریو کچه ورڅ تر ورځه لوړیږي.

تیرکال په قصور کې ۲۸۰ څخه د زیاتو ماشومانو سره د جنسي تیریو د ویډیوګانو جوړولو د سیکینډل مخې ته له راتلو وروسته ددغو ماشومانو والدینو غوښتنه کړې وه چې کوم خلک په ماشومانو جنسي تیریو کې ککړ دي په هغوئ باید مقدمي په پوځي محکمو کې وچلول شي.

خو تراوسه نه یوازې ریاست ددغو ماشومانو د والدینو غوښتنو ته غوږ نیولی بلکې په ماشومانو دجنسي تیریو په تور نیول شوؤ کسانو ته یې هم داسې لویې سزاګانې نه دي‌ ورکړي چې په ټولنه کې د نورو خلکو دپاره د عبرت سوب شوي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG