لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلې سندرغاړې زرڅانګه برید کې ژوبل شوې


زرڅانګه روغتون کې
زرڅانګه روغتون کې

د پښتو په وتلې سندرغاړې زرڅانګې اؤ دهغې دکورنۍ په نورو غړو دغه برید د شنبې په ورځ د پيښور سره نزدې د نوښار په اضاخیلو سیمه کې شوی دی .

د سندرڅانګې زوئ بابو د پيښې د جذئیاتو بیانولو په وخت وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي زرڅانګه اؤ دهغې ټوله کورنۍ د ګرمۍ په موسم کې سوات ته په کډه شوي وؤ اؤ پرون چې اضاخیلو کې خپل کور ته بیرته راګرځیدل نو ګڼ شمیر کسانو پرې برید وکړو.

هغه وویل زرڅانګه دا مهال د نوښار په روغتون کې بستر ده . په مخ اؤ په لاس ژوبل شوې خو حالت یې د خطرې څخه بهر دی.

زرڅانګه
زرڅانګه

د زرڅانګې زوئ زیاتوي په دغه برید کې پخپله زرڅانګه اؤ دهغې د کورنۍ شږ تنه نور ژوبل شوي چې دوه یې پکې زامن ، یوه انږور اؤ دوه یې نمسي شامل دي.بابو وایي برید کوونکو سره لاسونو کې تبرګي ، وسپنې اؤ ډانګي وؤ اؤ په زرڅانګه د هغې په بچو، نمسو اؤ یوه انږور یې ناترسه وارونه کړي‌ دي .

د نوښار د اضاخیلو پولیسو په دغه برید کې ککړ پینځه کسان نیولي دي اؤ وایي چې په زرڅانګې دغه برید د پیسو د راکړې ورکړې په شخړه کې شوی دی.

د اضاخیلو پولیسو یو تن مشر د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د زرڅانګې بچو د برید کوونکو نه په سود پیسې اخستې وې اؤ بیا یې نه ورکولې چې هغوئ پرې برید کړی.

خو د زرڅانګې زوئ بابو د پولیسو دغه دعوه ردوي اؤ وایي چې د برید کوونکو نه پیسې هغوئ نه بلکې بل چا اخستې وې خو دغو خلکو د اصل کسانو په ځایې نه یوازې اضاخیلو کې د زرڅانګې کور ته قلفونه اچولي بلکې اوس یې پرې برید هم وکړو.

پولیس وایي ددغه برید پلټنې یې شروع کړي اؤ ډیر زر به اصل قضیه په ډاګه شي.

زرڅانګه په نړیوال کچه د پښتو دفولکلوري موسیقۍ یوه ځلنده نامه ده چې دپاکستان حکومت ورته په غوره خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی اؤ د نړۍ دمختلفو هیوادونو څخه یې هم جایزې اؤ ایوارډونه ګټلي دي.

خو هغه دا مهال د اضاخیلو په یوه دشته کې د غریبۍ نه ډک ژوند تیروي.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته یوه مرکه کې هغې ویلي وؤ چې ټول عمر یې دپښتو موسیقۍ خدمت وکړو خو دپاکستان ریاست یې هیڅ قسمه مالي مرسته نه ده کړې.

زرڅانګه چې په خټه کوچۍ ده تر ډیرې مودې د اضاخیلو په دشته کې په یوه خیمه کې اوسیدله خو وروستو یې دغلته د ارزان نرخ زمکه واخسته اؤ هغې نه یې چاردیواري راتاؤ کړه .

خو زرڅانګه وایي چې دومره پیسې هم نه لري چې خپلو کوټې پټې کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG