لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي:چاؤدنه کې د خاصه دار ځواک سرتېری وژل شوی


د پاکستان پوځ د تېرې يکشنبې په ورځ د خېبرايجنسۍ په راجګال علاقه کې د خېبر۴ په نوم د وسله والو په ضد عملیات پېل کړي دي.
د پاکستان پوځ د تېرې يکشنبې په ورځ د خېبرايجنسۍ په راجګال علاقه کې د خېبر۴ په نوم د وسله والو په ضد عملیات پېل کړي دي.

د قبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په شين درنګ علاقه کې د سړک غاړې ښخ په بم چاؤدنه کې د خاصه دار ځواک يو سرتېری وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

بل لور ته بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو یو بريد کې دوه سرتيري وژل شوي دي.

خېبر ايجنسۍ کې د چاؤدنې پېښه نن د اتوار په سهار رامنځته شوې ده. ژوبل سرتېری روغتون ته وړل شوی او د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي دي.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان پوځ د تېرې يکشنبې په ورځ د خېبرايجنسۍ په راجګال علاقه کې د خېبر۴ په نوم د وسله والو په ضد عملیات پېل کړي دي.

د فاټا ريسرچ سنټر ترمخه د روان کال په وړومبو درې میاشتو د تېر کال په پرتله په قبايلي سيمو کې ترهګر بريدونه ۷۲ فيصده سېوا شوي دي.

د خالي يا شنبې په شپه د پاکستان بلوچستان صوبې په چاغي سيمه کې يو بريد کې د فرنټيرکور يا ملېشې ځواک دوه سرتيري وژل شوي دي.

د چارواکو په وېنا دا پېښه دالبندين ښار کښې رامنځته شوې ده.

راپورونه وايي د بريد زمه واري بلوچ لبرېشن آرمي نومې ډلې قبوله کړې ده.

په دغه علاقه کې له دې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG