لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزیرستان دکډوالو په پیسو پاکستان جنګي جهازونه اخلي


راپور کې ویل شوي چې ۲۴ میلیونه روپۍ د نورو چارو دپاره هم ددغه پنګې څخه اخستل شوي دي.
راپور کې ویل شوي چې ۲۴ میلیونه روپۍ د نورو چارو دپاره هم ددغه پنګې څخه اخستل شوي دي.

دپاکستان د انګریزۍ ژبې یوې ورځپاڼې ډان پخپل یو راپور کې ویلي چې پاکستان حکومتي چارواکي افغانستان سره په پوله د پرته جنګ ځپلې قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان داغیزمنو خلکو د مرستو په پیسو د چین څخه جنګي الوتکې اخلي.

راپور وایي وزیرستان کې دپرمختګ اؤ‌ دخلکو دخیر ښیګړې په نوم بیل کړی شوؤ یو ارب روپو څخه ۳۸ میلیونه روپۍ مرکزي حکومت دامنیت په نوم اخستي ‌ اؤ‌ دچین څخه پرې جی ۱۷ تهنډر جنګي جهازونه ترلاسه کوي.

راپور زیاتوي چې دغه پیسې د پاکستان اوسني بجټ کې د وزیرستان دخلکو د خیرښیګړې په نوم بیلې کړی شوې وې اؤ حکومت ویلي وؤ چې دا به وزیرستان کې د بې کوره شوؤ قبائیلي په بیا بحالۍ اؤ دسیمې د پرمختګ په کارونو لګوي.

راپور کې ویل شوي چې ۲۴ میلیونه روپۍ د نورو چارو دپاره هم ددغه پنګې څخه اخستل شوي دي.

وزیرستان چې د تیرو ۱۵ؤ کلونو راهسې د تندروۍ په نامه د یو نه ختمیدونکي جنګ سره مخ دی ددغه سیمې په لکونو وګړي دا مهال په خیمو اؤ خوړونو کې د مشکلاتو اؤ سختیو ډک ژوند تیروي.

دپاکستان حکومتي چارواکو ددغو بې کوره شوؤ قبائیلو د مرستو په نوم په کهربونو ډالر دبهرنیو هیوادونو څخه هم ترلاسه کړي دي.

که څه هم حکومتي چارواکي دعوې کوي چې دغه مرستې د سیمې اؤ خلکو د پرمختګ په کارونو مصرفوي خو تیره ورځ وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې د شمال وزیرستان دپاره د قدرتي افتونو په وخت د مرستو د ادارې( ایف ډي ایم ای) معاون سید عمر ویلي وؤ چې د پیسو د نشتوالي له امله په څلورم پړاؤ کې د ستنیدونکو کډوالو سره نه خو څه مرستې شوي دي اؤ نه هم ورته په سیمه کې څه اساسي اسانۍ برابر کړی شوي دي.

هغه وویل وړاندې به فاټا سیکرټریټ فوځ اؤ انتظامیې ته پیسې ورکولې چې د کډوالو له بیرته راستنیدو وراندې د هغوئ دپاره سیمه کې د استوګنې بنیادي اسانۍ برابر کړي خو په څلورم پړاؤ کې چې کوم کډوال خپلو سیمو ته راستنیږي هغوئ ته دغه اسانۍ نه دي برابر کړل شوي.

د وزیرستان کډوال هم ګیله لري چې دپاکستان حکومت ورسره د اولسي ښیګړې یا د سیمې د ودانولو په نوم کومې ژمني کوي هغه سرته نه رسوي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکو دوؤ زلمو حیات محسود اؤ منظور محسود ډیوه راډیو ته ویلي‌ په پارلیمان کې د دوئ نمائندګي د نشت برابر ده ځکه چې ددوئ نمائنده ګان په پارلیمان کې هم دپښتو نه پرته په بله ژبه نه پوهیږي .

هغوئ وویل ریاست یې د پارلیماني استازو سره دوه مخې پالیسي کوي اؤ د وزیرستان کډوالو د ښیګړې په نوم چې د نړۍ څخه کومې درنې پنګې ترلاسه کیږي هغه ریاست د خپلو هدفونو دپاره کاروي .

دحیات محسود اؤ منظور محسود په نومونو دغه زلمي وایي چې دا مهال وزیرستان کې د عام اولس ژوند د سختو کړمو سره مخ دی اؤ د سرپناه، روزګار، علاج ، تعلیم اؤ اوبه خور پشان د اساسي ستونزو سره مخ دی نو بیا ولې د وزیرستانو دخلکو دښیګړې په نوم بیلې کړی شوې دغه پیسې د امنیت په نوم ویستل شوي دي.

هغوئ وایي “جنګونو زمونږ کورونه ړنګ کړل، روزګارونه مو تباه شول ، مکتبونه اؤ روغتونونه مو نشته نو نړۍ چې ددغه هرڅه دپاره حکومت ته کومې پیسې ورکوي ، دوئ پرې جنګي الوتکې اخلي چې دا قبائیلو دخولو نه د نمړۍ تروړلو برابر خبره ده”

هغوي وایي د وزیرستان خلک وړاندې نه د حکومت په ظلم زیاتې کرکژن اؤ خفه دي ځکه چې کورونه یې تباه شول، اوس په خوړونو اؤ خیمو کې لکه د ځناورو ژوند کولو باندې مجبور دي اؤ اوس چې دهغوئ په پیسو جهازونه اخستل کیږي نو دا به دحکومت په ضد د اولس کرکه نوره هم سیوا کړي

ددغو زلمو وینا ده چې که حکومت د وزیرستان د خلکو مشکلاتو نه مخ ګرځوي نو بیا به قبائیل هم مجبوره شي چې خپل مخونه بل لوري ته وګرځوي.

د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محمد نزیر هم د کډوالو دمرستو پیسو نه په سر وهلو اندیښنې ښودلي اؤ وایي چې هغوئ څخه حکومت په دې اړه هیڅ پوښتنه نه ده کړې .

ښاغلي نزیر زیاته کړه چې د جنګونو د لاسه وزیرستان کې د خلکو څومره تباهۍ شوي دي د هغې د راسر کولو دپاره دغه پیسې هم کمي دي ، حکومت ته پکار ده چې ددې خلکو سره نورې زیاتې مرستې وکړي.

هغه وویل چې په پارلیمان کې به دغه موضوع راپورته کړي اؤ حکومت به د قبائیلي اولس سره کیدونکي زیاتي باندې دخپلو اندیښنو نه خبر کړي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې دپارلیمان دغه غړي وویل چې د قبائیلي اولس د محرومۍ احساس نور په غورځنګونو دی اؤ که ریاست خپل حقونه ورنکړي نو دوئ به د زور دلارې دغه حقونو اخستو ته مټې رابډ وهي .

یاده دې وي چې امریکه هم په پاکستان د ترهګرۍ په ضد دجګړې په نوم خپلې مرستې تړلي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان دغه مرستې د ترهګرو په ضد د کارول کیدو په ځایې د خپلو نورو غرضونو دپاره په کار راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG