لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روبوټ جوړونکو افغان جینکو ته کابل کې تود هرکلی ویل شوی


ډاکټرعبدالله عبدالله د شپږ کیسزې ډلې په ویاړ دمیلمستیا دستوره راجوړه کړه
ډاکټرعبدالله عبدالله د شپږ کیسزې ډلې په ویاړ دمیلمستیا دستوره راجوړه کړه

په امریکا کې د فرسټ ګلوبل په نوم د روباټونو په نړیوالو سیالو کې له ګډون وروسته د افغان نجونو شپږ کسیزې ډلې ته کابل ته په رسیدو تود هرکلی ویل شوی.

د روباټونو دغه نړیوالې سیالۍ، چې د جولای په ۱۶مه نیټه واشنګټن کې ترسره شوې، د افغانستان د نجونو شپږ کسیزې لوبډلې په کې د جرات او زړورتیا په برخه کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د افغان روباټ جوړونکو نجونو په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د افغان نجونو لاسته راوړنه مهمه وبلله.

ښاغلي عبدالله وویل، د افغان روباټ جوړونکو نجونو لوبډله، چې په سختو شرایطو کې یې د روباټونو د نندارۍ په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړو، د نورو هیوادونو د لوبډلو په پرتله، چې ښه امکانات یې هم درلودل، څو برابره ښه وځلیدله.

اجرائيه رئيس دغه راز وویل "کله چې تاسې بیرته راستانه شوئ، تاسې زرګونو نورو ځوانانو ته دا انګیزه ورکوئ، چې کله زیار وي، هڅه وي او کوښښ وي، نتیجه هم لري".

ښاغلي عبدالله د افغان روباټ جوړونکو لاسته راوړنه د هغوی د ګډ کار نتیجه وبلله او ویې ویل، چې افغان حکومت به د دغې لوبډلې د لا روزولو او لوړو زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه وویل "تاسې په دې بسنه مه کوئ، یقین لرم چې نه یې کوئ، تاسې اوس یو لوی ګام پورته کړی، خو نور ډیر ستر ګامونه په مخ کې لرئ،تاسې باید په خپلو لاسته رواړنو او ابتکاراتو، د خلکو په ژوند کې بدلون راولئ".

اجرائيه رئيس عبدالله په دې غونډه کې د روباټ جوړونکو نجونو د لوبډلې غړو او روزونکي ته ستاین‌لیکونه هم ډالۍ کړل.

د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو ته، چې دوه ځلې یې د ویزې غوښتن‌لیکونه په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا منل شوي نه وو، له هغې وروسته په واشنګټن ډي سي ښار کې د فرسټ ګلوبل په نوم د روباټونو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون کولو زمینه برابره شوه،چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً هغوي ته د ویزو د ورکولو سپارښتنه وکړه.( دامریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG