لاس رسیدونکی لینک

امریکايي چارواکي وايي داسې کوم ثبوت نشته چې بغدادي وژل شوی


په دې وروستيو اوونو کې د روس، شام، ايران او تر دې چې د بشري حقونو سازمانونو د داعش د مشر د وژنې خبرونه ورکړي

امریکايي لوړ پوړو چارواکو ويلي د دې ادعاؤ باوجود چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی داسې هيڅ ثبوت نشته.

په دې وروستيو اوونو کې د روس، شام، ايران او تر دې چې د بشري حقونو سازمانونو داسې خبرونه ورکړي چې د خپلسره خلافت جوړؤنکې ډلې داعش مشر ابوبکرالبغدادي په عراق يا شام کې وژل شوی دی.

د جمعې په ورځ د امريکې د دفاع وزير جېم ميټس او د ترهګرۍ ضد ملي مرکز مشر نيک راسموسن ويلی داسې هیڅ ثبوت نشته چې بغدادي وژل شوی دی.

مېټس په پېنټاګون کې خبريالانو ته ویلي "زما په خيال بغدادي ژوندی دی"، هغه ځان ډېر نه ښکاره کوي او هغه اوس هم د ترهګرۍ ډلې فېصلې کوي.

مېټس ويلي "مونږ هڅه کوو چې هغه د نزدې نه په نخښه کړو هغه د امریکې په ضد جګړه کوي ځکه هغه ته به د دې ځواب ورکړی کيږي".

د جمعې په ورځ راسموسن هم ويلي هغه ادعاوې چې بغدادي وژل شوی تراوسه يې کوم ثبوت مخې ته نه دی راغلی.

د امریکې په کولاراډو کې يوې دستورې ته په وېنا کې هغه وویل، "ما داسې څه نه دي ليدلي چې يقين پرې وکړم چې د داعش مشر د جګړې د مېدان څخه لرې کړی شوی دی".

يوبل لوړ پوړي پوځي چارواکی ويلي دا د وخت نه وړاندې خبره کول دي چې بغدادي وژل شوی دی.

د امریکا د خصوصي ځواکونو کمانډر جنرال رېمنډتهومس ويلي، "اخر چې هغه به مونږ ته په لاس راشي او دا ځمکه د هغه دپاره خوندي نه ده".

هغه وويل دويې بغدادي ته نزدې شوي وو خو د بده مرغه ځینې خبرې ښکاره شوې او هغه د لاسه ووتو.

له دې وړاندې هم بل امریکايي لوړ پوړي پوځي چارواکي دا تشې ګنګوسې بللې چې بغدادي وژل شوی دی.

په عراق کې د داعش په ضد د اتحادي ځواکونو مشر لفټننټ جنرال سټيفن تونسن ويلي ؤ مونږ ځينې داسې رپورټونه اورېدلي چې هغه ژوندی دی او هغه وژل شوی دی.

هغه د جولايۍ په ۱۱م د بغداد نه د ويډيو لنک د لارې په پېنټاګون کې خبريالانو ته ويلي" ماسره داسې کومه اشاره نشته ، ساده خبره ده".

XS
SM
MD
LG