لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته د نورو پوځي سرتېرو لېږلو په اړه به "وګورو"، ټرمپ


صدر په داسې حال کې د امریکا د پوځ مرکز ته ورغلی چې يوه ورځ وړاندې يې د خپلې ملي امنيتي ډلې سره په سپينه ماڼۍ کې د سويلي اسيا په تګ لاره خبرې کړي دي.
صدر په داسې حال کې د امریکا د پوځ مرکز ته ورغلی چې يوه ورځ وړاندې يې د خپلې ملي امنيتي ډلې سره په سپينه ماڼۍ کې د سويلي اسيا په تګ لاره خبرې کړي دي.

د امریکې د صدر ډونلډټرمپ انتظاميې تراوسه پورې د افغانستان د ثبات دپاره خپل تګلاره نه ده بشپړه کړې، د پېنټاګون يو چارواکي وي او ای ته ويلي دا به ډېره وړاندې وي چې پلان تيار شوی او اعلان شوی دی.

او چې کله د زيارت په ورځ د صدر ډونلډ ټرمپ نه يو خبريال پوښتنه وکړه هغويې به د جګړې سره مخ هېواد (افغانستان) ته نور امریکايي پوځي سرتيري وليږي، صدر جواب ورکړو هغوي "به وګوري".

صدر ټرمپ دغه خبره پېنټاګون ته د ورتلو په وخت کړې ده چرته چې هغه او مرستیال صدر مايک پینس د دفاع وزير جيم ميټس، خارجه وزير رېکس ټېلرسن، د ګډو ځواکونو مشر جيوډنفورډ او نورو چارواکو سره ليدلي دي.

د پينټاګون یو چارواکي چې دغه ليدنې ته نزدې دی وي او ای ته يې ويلي صدر ته به هلته په نړيوال امنيت احوال ورکړی شي.

د زيارت د ورځې د دوه ساعتو د ليدنې وروستو د پېنټاګون وياندې ډېناوائټ ويلي دا نړيوال ترتیب ؤ.

وائټ ويلي د خبرو پام په اقتصادي وسيلو ؤ، کوم چې په نړيوالو اړيکو، سفارتي او پوځي هڅو باندې اثرانداز کېدی شي.

صدر په داسې حال کې د امریکا د پوځ مرکز ته ورغلی چې يوه ورځ وړاندې يې د خپلې ملي امنيتي ډلې سره په سپينه ماڼۍ کې د سويلي اسيا په تګ لاره خبرې کړي دي.

امریکايي چارواکي ويلي د صدر ټيم د سيمې په اړوند غټې پوښتنې ته په ځواب ويلو وېشلي ؤ، افغانستان به څنګه باثباته شي.

پوځي مشرتابه، مېټس، ډنفورډ او د ملي امنيت سلاکار اېچ ار مک ماسټر په دې يو وو چې دويې په موقع موجودو کمانډرانو سره موافقه دي چې افغانستان کې د کړکېچنو حالاتو يوه برخه پوځ سېوا کېدل پکار دي.

د پېنټاګون وياندې وائټ د زيارت په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې پخلی کړی چې د افغانستان د تګ لارې په اړه به په نزدې راتلونکې کې کومه فېصله وشي، هغه ويلي "زه اټکل نشم کولی چې په دې اوونۍ کې کومه فېصله وشي".

صدر ته په عراق، شام او افغانستان کې د داعش په ضد جګړې تازه احوال هم ورکړی شوی دی.

صدر ټرمپ د ليدنې وړاندې خبريالانو ته ويلي، "مونږ د داعش په ضد ښه کار کوو داعش په تېزۍ غورځيږي، په ډېره تېزۍ".

تېره اوونۍ پېنټاګون اعلان کړی چې امريکايي بريد کې د داعش د خراسان مشر په افغانستان کې وژل شوی او عراقي حکومت ويلي داعش ډله يې تر ټولو غټې ابادۍ والا ښار موصل نه ويستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG