لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش او ايران اوس هم د ترهګرۍ غټه خطره ده، امریکايي رپورټ


تېر کال ترهګرو بريدونو او ترهګرۍ سره اړونده وژنو کې د کمي سبب د ترهګره ډلې داعش قوت کمزوری کېدل او د ايران په سرپرستۍ کې د چلېدونکو شبکو ظرفيت يا صلاحيت کمېدل دي.
تېر کال ترهګرو بريدونو او ترهګرۍ سره اړونده وژنو کې د کمي سبب د ترهګره ډلې داعش قوت کمزوری کېدل او د ايران په سرپرستۍ کې د چلېدونکو شبکو ظرفيت يا صلاحيت کمېدل دي.

د امریکې خارجه محکمې د چهارشنبې په ورځ د ترهګرۍ په اړوند يو جاري کړي کلني رپورټ کې ويلي په ګرده نړۍ کې د کال ۲۰۱۵م په پرتله ۲۰۱۶م کې ترهګر بريدونه ۹ فيصده کم شوي او په دغو پېښو کې د وژنو کچه ۱۳فيصده راټيټه شوې ده.

تېر کال ترهګرو بريدونو او ترهګرۍ سره اړونده وژنو کې د کمي سبب د ترهګره ډلې داعش قوت کمزوری کېدل او د ايران په سرپرستۍ کې د چلېدونکو شبکو ظرفيت يا صلاحيت کمېدل دي.

خو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې داعش په کال ۲۰۱۶م کې هم په نړيوال کچ تر ټولو زياته صلاحيت لرونکې ترهګره ډله وه، او د ۲۰۱۵م په پرتله يې عراق کې ۲۰ فيصده حملې زياتې کړي دي.

امريکايي چارواکو ويلي ترهګرې ډلې داعش په ليبيا، صوماليه، يمن، شمال ختيځه نایجیريا په هغو علاقو کې چې حکومتي عملداري نه وه ګټې ترلاسه کړي، او د مصر په ځينې برخو سينائي ټاپو او پاکستان او افغانستان په پوله پرتو علاقو کې فعاله پاتې شوې ده.

د امریکې د خارجه محکمې د ترهګرۍ د امورو سره اړونده چارواکي جسټن سائبريل ويلي چې په ۲۰۱۶م کښې د کومې بلې ترهګرې ډلې په مقابله کې د بريدونو او وژنو زياته زمه واري په داعش راوړي.

د دې ډلې لخوا په ۲۰۱۶م کې په عراق او شام کې د خپلې ولقې لاندې علاقونه بهر بريدونوسېوا کول د دې د ترهګرۍ مهمه برخه وه.

سټېټ ډيپارټمنټ ويلي القاعده او دې سره اړونده سيمه ييزه ډلو افريقه او منځني ختيځ کې چرته چې حکومتي عملداري کمه وه د هغې نه يې ګټې پورته کړي او دا ډله نن هم په ګرده نړۍ کې يوه غټه خطره ده.

رپورټ کې د ايران لخوا عراق او لبنان کې د حزب الله په شان شيعه ترهګرو ډلو په ملاتړ اندېښنه څرګنده کړی شوې ده د کوم په اړه چې خارجه وزرات وايي دا په ګرده نړۍ کې خوره شبکه ده او په ډېر مهارت کار کوي.

رپورټ کې ويل شوي چې په شام کې د درند ځاني زیان باوجود د ايران سره سره د حزب الله غړي او جنګيالي د شام د بشارالاسد حکومت پياوړي کولو دپاره فعاله پاتې شوي دي.

د يونيورسټي اف مېري لېنډ د ترهګرۍ په اړوند څانګې ویلي تېر کال د ۱۱زرو نه زیاتې ترهګرې حملې شوي او په هغو کې د ۲۵۶۰۰ نه زیاتې وژنې شوي دي.

د ۱۰۰ نه زيات ملکونه د ترهګرو بريدونوسره مخ شوي چې پکې زياتې حملې په پينځه ملکونو عراق، افغانستان، هند، پاکستان او فلپائن کې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG