لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روبوټونو جوړولو سیالیو کې افغان لوبډلې دسپینو زرو مډال ګټلی


په دغو سیالیو کې زیات پام د افغانستان لوبډلې ته ګرځیدلی ؤ.
په دغو سیالیو کې زیات پام د افغانستان لوبډلې ته ګرځیدلی ؤ.

افغان نجونو په امريکا کې د روبوټونو جوړولو په نړيوالو سياليو کې د سپینو زرو مډال ګټلى دى.

دغه درې ورځنۍ سیالۍ دسه شنبې په ورځ د امريکا په واشنګټن ډي سي ښار کې پاى ته ورسېدې چې پکې د ١٦٢ ملکونو زده کونکو برخه اخیستې وه،

په دغو سیالیو کې د هیوادونو لکه سوریې، مصر، یمن او عراق ټیمونه هم شامل و خو زیات پام پکې د افغانستان لوبډلې ته ګرځیدلی ؤ.

دافغان جینکو لوبډلې ته دځانګړي پام ګرځیدو علت هغوې ته په لمړي سر کې دامریکا دسفر د ویزو نه ورکول وؤ‌ خو وروستو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپارښتنه دافغانستان دغه شپږ کسیزې لوبډلې ته دامریکا ویزې ورکړل شوې وې.

د افغانستان دلوبډلې روباټ په دغو سیالیو کې په ٦٩ نمبر و ، خو د يوې تخنيکي ستونزې له امله ١٠٣ نمبر ته راښکته شوه.

د سیالیو ترتیبوونکو افغان لوبډلې ته دهغوي د جرئت او زړورتيا په برخه کې د سپینو زرو مډال ورکړو.

د دې سياليو په پاى کې د نړیوال بانک مشر جم يون کيم په خپله وینا کې له ټيکنالوجۍ سره د ځوانانو مينه وستايله او هغوى يې وهڅول چې په ټیکنالوجۍ کې پرمختګونو ته مخه کړي.

د افغان نجونو دلوبډلې غړې ليدا عزيزي امريکا غږ ته ويلي: "دا مهمه نه ده چې موږ يې وګټو، زموږ لپاره مهمه دا ده چې د خپل هېواد افغانستان نوم وځلوو. "

هغې وویل کله چې خپل هیوا د ته بیرته ستنې شو نو خپله ټیکنالوجې به نوره هم ښه کړو

دافغان لوبډلې یوې بلې غړې یاسمین یاسین زاده امریکا غږ ته ویلي چې هغې د دغې مسابقې نه ډیره زده کړه وکړه.

یاسمین زیاته کړه "ما دا هم زده کړل چې کله مشکل پیښ شي نو د ټیم په توگه کار څومره گټه لري. په دی برسیره په امریکا کې مې د سائنس او ټیکنالوجۍ په هکله معلومات ترلاسه کړل"

په دغې مسابقې کې د اوروپا ټیم د ۴۴٣ لمبرو په گټلو لومړې مقام گټلی د پولینډ ټیم دوهم او د اسرایل ټیم دریم لمبر راغلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG