لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا کې اصلاحاتو دپاره احتجاج،ملګرو ملتونو نه دنوټس اخستوغوښتنه


حکومت دخپلې ژمنې نه پشا شوی اؤ قبائیلي اولس سره کړې وعدې یې دروغ ثابت شوي
حکومت دخپلې ژمنې نه پشا شوی اؤ قبائیلي اولس سره کړې وعدې یې دروغ ثابت شوي

دپاکستان دقبائیلي سیمې وګړو، دبیلابیلو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې ټولنې غړو اؤ طالبعلمانو یو ځل بیا په قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره په احتجاج لاس پورې کړی اؤ دملګرو ملتونو څخه یې غوښتنه کړې چې قبائیلي سیمو کې دکیدونکو بشري سرغړونو نوټس دې واخلي.

د چهارشبنې په ورځ دخیبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دقبائیلي طالبعلمانو د اتحادیې په غږ فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره یوه ستره احتجاجي مظاهره کې وینا والو دپاکستان په حکومت ټکونه کړي چې نه غواړي قبائیلو ته دهغوئ بشري، سیاسي اؤ جمهوري حقونه ورکړي اؤ حکومت فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو خپلو ژمنو څخه پشا شوی دی.

د روان کال دمارچ په دوهمه نیټه دپاکستان مرکزي کابینې د پینځوؤ کالو دننه د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو اؤ د فاټا متعلق د نورو پرمختیایي، ائیني اؤ قانوني اصلاحاتو منظوري ورکړې وه.

خو د عوامي نیشنل پارټي مشر سکتر میا افتخار حسین وایي چې اوس حکومت دخپلې ژمنې نه پشا شوی اؤ قبائیلي اولس سره کړې وعدې یې دروغ ثابت شوي دي.

پیښور کې راجوړې شوې احتجاجي مظاهرې ته میا افتخار حسین وویل چې قبائیل هم ددې خاورې خلک دي اؤ هغوي ته باید هاغه ټول سیاسي ، بشري اؤ جمهوري حقونه ورکړل شي کوم چې دهیواد په نورو برخو کې اولس ته ترلاسه دي.

هغه غوښتنه وکړه چې دقبائیلو دغوښتنې په اساس دې قبائیلي سیمې په خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګدې اؤ ایف سي ار دې ختم کړی شي.

میا افتخارحسین د هیواد په ټولو سیاسي ګوندونو اؤ پوځ هم غږ وکړو چې دقبائیلو غوښتنې ته دې غوږ ونیسي ځکه چې دوئ نور د ایف سي ار د تور قانون لاندې اوسیدل نه غواړي.

دفاټا سټوډنټس ارګنائزیشن مشر ښاغلي شوکت عزیز وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې وویل حکومت چې قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پځایې کولو کومې وعدې کړې وې هغه یوازې تر اعلانونو محدودې وې اؤ په عمل کې دوئ ایف سي ار نور هم پیاوړی کوي.

هغه وویل دا مهال په قبائیلي سیمو کې خلک د هغوئ دټولو بشري ، سیاسي اؤ جمهوري حقونو نه محروم ساتل شوي اؤ په لکونو بېګناه قبائیل زندانونو ته اچول شوي .

نوموړي د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چې په قبائیلي سیمو کې دبشري حقونو د سرغړونو په کلکه نوټس واخلي اؤ قبائیل نور د ظلمونو نه خلاص کړي.

هغه وویل وعده ورسره شوې وه چې د کال ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې به دخیبرپښتونخوا صوبایي اسمبلۍ کې قبائیلو ته نمائندګي ورکولی اؤ قبائیلي سیمې به صوبه کې ورګډولی شي خو دغه اوس حکومت خپله دغه وعده هیره کړې ده.

په دغه احتجاجي مظاهره کې برخه والو تورې ټوټې په مټونو تړلې وې اؤ د حکومت ، ایف سي ار اؤ قبائیلي ملکانو په ضد یې شعارونه ورکول.

په عین حال کې د پنجاب ایالت په منصوره کې هم د جماعت اسلامي په تابیا د ایف سي ار په ضد جوړشوي یو سیمینار کې په حکومت غږ شوی چې قبائیلي سیمې دې زر ترزره د خپلې وعدې په اساس خیبرپښتونخوا کې ورګډې اؤ ایف سي ار قانون دې ختم کړی شي.

دغه سیمینار ته د نورو برڅیره د جماعت اسلامي مرکزي ستر سکتر لیاقت بلوچ اؤ دقامي اسمبلۍ قبائیلي غړي شاه جي ګل اپریدي پخپلو ویناګانو کې ویلي چې قبائیل که د ځان دپاره یو جمهوري نظام غواړي اؤ حکومت یې نه ورکوي نو دا به هیواد دپاره په ګټه نه وي.

قبایلي سیمې چې په اووه ایجنسو او شپږو نیمو قبیایلي علاقو (اېف ار)مشتمل دي، دغلته د موجود اېف سي ار قانون لاندې ټولې فېصلې په یواځې سر پولیټیکل ایجنټ کوي، د دغه سیمې خلکو ته د نور ملک په رنګ اساسي بشري حقونه نشته او اوس د دغه سيمې خلک غوښتنه کوي چې د تور قانون نه دې خلاص کړی شي او په خېبرپښتونخوا صوبه کې دې شامل کړی شي.

د مارچ په میاشت کې دپاکستان د مرکزي کابینې غونډې نه فاټا کې داصلاحاتو له منظوریدو وروستو د وزیراعظم صلاح کار سرتاج عزیز ویلي وؤ چې د پارلمان څخه فاټا کې د اصلاحاتو ددغه قانوني مسودې منظوریدو نه پس به دپینځوؤ کالو موده ددې د عملي نفاذ دپاره په ائین کې ضروري بدلونونه کولی شي.

هغه داهم ویلی وؤ‌ چې ددغو بدلونونو دلارې به قبائیلي سیمې خیبر پښتونخوا کې ورګډولی اؤ د فاټا خلک به ددې جوګه کولی شي چې د کال 2018 م په ټولټاکنو کې صوبایي اسمبلۍ ته خپل منتخب استازي ولیږي.

سرتاج عزیز ژمنه کړې وه چې د فاټا دپاره به شل زره خاصه دار عسکر بهرتي کولی اؤ د پيښور ایالتي محکمه به تر قبائیلي سیمو ورغځولی شي خو دحکومت دغه ژمنې لا سرته رسیدلي‌ نه دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG