لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مستونګ: څلور تنه هزاره شيعه په ډزو وژل شوي


د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې نه د تشدد د پېښو سره مخ راروانه ده
د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې نه د تشدد د پېښو سره مخ راروانه ده

د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې نامالومو وسله والو د هزاره شيعه ټولنې سره تعلق لرونکي څلور تنه په ډزو وژلي دي.

پوليس ويلي په وژل شوؤ کې يوه ښځه هم شامله ده او دا هدفي وژنې دي. وسله والو دغه کسان په ګاډي کې په نخښه کړي دي.

د پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې.

راپورونه د پوليس چارواکو د خلې وايي بريد کوونکې د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي پوليس او نورو قانون پلي کوونکو ادارو سرتيري موقعې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

مستونګ د بلوچستان مرکز کوټې نه په شمال لويديځ کې ۵۰ کلوميټره کې لرې پرته علاقه ده.

د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې نه د تشدد د پېښو سره مخ راروانه ده او په دغو پېښو کې هزاره شيعه ټولنه هم په نخښه شوې ده.

بلوچستان کې په تېرو څو ورځو کې پوليس باندې ځانمرګي او د ډزو بريدونو کې د دوه پوليس افسرانو په ګډون سرتيري په هدف شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG