لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپورونه: دجنرال دوستم الوتکه افغانستان کې ښکته کیدو ته نه ده پریښودل شوې


 جنرال دوستم چې د افغانستان یو پخواني والي سره په جنسي تیري تورن دی
 جنرال دوستم چې د افغانستان یو پخواني والي سره په جنسي تیري تورن دی

راپورونه وایي د افغانستان د ولسمشر د لمړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې چې له دې امله دغه الوتکه ترکمنستان ته ستنه شوې ده.

جنرال دوستم چې د افغانستان یو پخواني والي سره په جنسي تیري تورن دی اؤ نړیواله ټولنه یې د محاکمې غوښتنه کوي په ترکي کې د ولسمشر اشرف غني دګډ حکومت په ضد یو نوی سیاسي ائتلاف جوړ کړی .

تیره شپه په میډیا دباوري سرچینو له خولې داسې راپورونه خپاره شوي چې جنرال دوستم غوښتل د ترکیې څخه افغانستان ته را وګرځي خو الوتکې ته یې اجازه ورنکړل شوه چې د بلخ په هوایي ډګر ښکته شي. دا مهال د بلخ د هوایي ډګر د امنیت د سمبالښت چارې د جرمني ځواکونو پخپل لاس کې نیولي دي اؤ په بلخ کې والي د جنرال دوستم نزدې ملګری عطاء محمد نور دی .

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر په یو بیان کې دا راپورونه ناسم بللي چې ګنې جنرال دوستم تیره شپه له ترکیې بیرته راګرځیدلی اؤ بهرنیو ځواکونو یې الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر کې د کوزیدو اجازه نه ده ورکړې .

اعلامیه کې ویل شوي چې “د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال لا هم د ترکیې په انقره ښار کې دی او تر راتلوونکو څو ورځو یې وطن ته د ستنیدلو پریکړه نه ده کړې".

دجنرال دوستم ددفتر په دغه بیان کې ویل شوي چې جنرال دوستم به په افغانستان کې د دریوؤ ګوندونو د نوي ائتلاف د اعلان په غونډه کې ګډون وکړي خو په دغه بیان کې د غونډې د نیټې په هکله څه نه دي ویل شوي.

داسې رپوټونه هم وو، چې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ځوانانو څانګې د دوشنبې له ماسپښین را په دې خوا په مزارشریف ښار کې د جنرال دوستم د هرکلي لپاره چمتووالی نیولی وو. افغان حکومت وایي، په دې اړه یې پلټنې پیل کړي، چې پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG