لاس رسیدونکی لینک

ستره محکمه وايي د جی آئي ټي په رايې نه، په موادو به پرېکړه کوي


نن د وزيراعظم نوازشريف وکيل خواجه حارث د جی آئي ټي په رپورټ د اعتراضونو په اړوند خپل دلائل وړاندې کول.

د وزيراعظم نوازشريف او د هغه د کورنۍ په اړوند د پاناما پلټنو ګډې تحقيقاتي ډلې (جی آئي ټي) په رپورټ اورېدنه کې عدالت ويلي د رپورټ موادو ته په کتو به فېصله کوي. اورېدنه سبا (چهارشنبې) پورې ځنډول شوې ده.

نن د وزيراعظم نوازشريف وکيل خواجه حارث د جی آئي ټي په رپورټ د اعتراضونو په اړوند خپل دلائل وړاندې کول او سبا به دغه سلسله جاري ساتي.

د پاناما په اړوند د جی آئي ټي د رپورټ اورېدنه د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ د جسټس عظمت سعيدشېخ او جسټس اعجازالحسن په ګډون د ستري محکمې درې کسيزه خصوصي بنچ کوي.

نن د نهې په ورځ د وزيراعظم وکیل عدالت ته په خپلو دلائلو کې د سترې محکمې د ۲۰م اپرېل حکمنامه واوروله چې پکې سترې محکمې د د جی آئي ټي د پلټنو طريقه ټاکلې وه. اود نوازشريف په ضد يې د کومې قضيې بيرته راسپړدولو امر نه ؤ کړی.

هغه ويلي جی آئي ټي د ۱۳ پوښتنو سره ۲ نورې پوښتنې راولاړې کړي او ويلي يې دي جی آئي ټي هغه قضيې هم لټولي چې د عدالتونو څخه ختمې شوي دي.

جسټس عظمت سعيد ويلي د خپلو پوښتنو ځوابونه ګوري او عدالت د جی آئي ټي د سفارښتنو پابند نه دی جی آئي ټي په رپورټ کې سپارښتنې کړي او په هغې فېصله کول د عدالت کار دي.

ښاغلي جج ويلي مونږ ستاسو خبره واورېده، تاسو په خپل ځواب کې اسناد نه دي رد کړي.

جسټس اعجاز افضل ويلي مونږ به د جی آئي ټي رائې نه موادوته ګورو.

جسټس اعجازالحسن ويلي جی آئي ټي ته د ټولو کسانو د ځواب، اسنادو او مني ټرېل ښکاره موقع ورکړی شوې او وزيراعظم، مريم ، حسن او حسېن يې رابللي او پوښتنې يې ترې کړي دي، هغه ويلي د هغو ځوابونه وايي چې د هغو سوچ ؤ چې نه به څه وايي او نه به څه مني.

جسټس عظمعت سعيد د خواجه حارث نه د اېف زېډ کمپنۍ په اړوند هم پوښتني کړي، نوموړي ويلي د جی ائي ټي رپورټ په لسم نمبر جلد کې ليکل شوي چې څومره قانوني مرسته شوې، مونږ ته نه ده معلومه که تاسو غواړئ نو هغه جلد هم خلاصېدی شي. او که تاسو غواړئ په بېلابيلو خواستونوکې اسناد هم چېلنج کولی شئ.

د قضيې اورېدنې سبا پورې ځنډولو وروستو خواجه حارث ويلي هڅه به کوي چې سبا دلائل پوره کړي.

د ګل په ورځ د تحريک انصاف او جماعت اسلامي وکيلانو خپل دليلونه وړاندې کړي او شېخ رشيد هم عدالت ته وړاندې شوی او دليلونه يې ورکړي وو.

تحریک انصاف، جماعت اسلامي او شېخ رشيد د پاناما قضيه کې فريقېن او خواست کوونکي دي.

د تحريک انصاف وکيل نعيم بخاري د ګل په ورځ د وزيراعظم عدالت ته رابللو خواست کړی چې جی آئي ټي ته د ورکړي بیان وضاحت وکړي او د جماعت اسلامي وکيل توفيق آصف په خپلو دليلونو کې په نوازشريف د دروغو ويلو تور لګولی ؤ.

شريف کورنۍ او د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د جی آئي ټي په رپورټ خپل اعتراضونه يا نيوکې په ستره محکمه کې جمع کړي دي او د وزيراعظم وکيل په هغې دليلونه ورکوي.

شريف کورنۍ دريځ لري جی آئي ټي د خپل واک نه زيات لاس غځولي او د اسنادو ترلاسه کولو دپاره يې دټاکلې لار په ضد طریقه خپله کړې ده.

د تېر په څېر نن د نهې په ورځ هم د فريقېنو د يو بل په ضد په ميډيا د يو بل په ضد د تاودو بيانونو ورکولو سلسله روانه ده.

مخالفه ډلې وايي په جی آئي ټي رپورټ کې د وزيراعظم او د هغه د کورنۍ د جايداد او پنګو جمع کولو په لړ کې کوم کوټلي ثبوتونه نه دي ورکړی شوي ځکه نوازشریف سره په اخلاقي او قانوني توګه د وزيراعظم په چوکۍ دناستې کوم جواز نه دی پاتې.

خو وزيراعظم او د ګوند مشران يې د جی آئي ټي رپورټ ردوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG