لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو د هلمند ناوې ولسوالي نهه مياشتې بس بيرته ونيوله


افغان امنیتي چارواکي وايی په دې عملیاتو کې امریکایي ځواکونو هم افغان ځواکونو سره د هوایي ملاتړ د برابرولو په برخه کې مرسته کړې ده.
افغان امنیتي چارواکي وايی په دې عملیاتو کې امریکایي ځواکونو هم افغان ځواکونو سره د هوایي ملاتړ د برابرولو په برخه کې مرسته کړې ده.

افغان چارواکي وايي ځواکونه يې نن د ګل يا دوشنبې په سهار د هلمند ناوې ولسوالۍ مرکز ته ننوتي او ولسوالي يې په خپل لاس کې اخستې ده.

په هلمند کې د ميوند ۲۱۵قول اردو مشر جنرال ولي محمداحمدزي ویلي، چې ګډ افغان ځواکونه نن سهار ۹ بجې د ولسوالۍ مرکز ته داخل شوي دي.

جنرال احمدزي ويلی " ټوله شپه مو عملیات دوامداره ساتلي وو، نن سهار نهه بجې د ناوې ولسوالۍ مرکز خلچ ته ورسیدو او ټول تاسیسات مو تصفیه کړه ځینی تاسیسات چې وسله والو ماینونه پکې ځای پر ځای کړي وو، هغه مو له مينځه وړي".

افغان امنیتي چارواکي وايی په دې عملیاتو کې امریکایي ځواکونو هم افغان ځواکونو سره د هوایي ملاتړ د برابرولو په برخه کې مرسته کړې ده.

ناوې ولسوالي د لښکرګاه ښار په جنوبي ۳۰ کیلو میترۍ کې پرته ده.

د ناوې ولسوالي نهه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د يوې سختې جګړې وروستو نيولې وه.

جنرال احمدزي ، چي په ناوې ولسوالۍ کې روانو پوځي عملیاتو کې تیره شپه د افغان او امریکايي ځواکونو د هوايي ځواک د بریدونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې مهم مرکزونه په نښه شوي چې له ۲۰ زیات وسله وال په کې وژل شوي دي.

نوموړي جنرال ويلي چې د تېرې شپې راهسې تر ننه سهار پورې ترسره شوؤ عملياتو کې افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوختی.

د ناوې ولسوالۍ نيولو دپاره دوه ورځې وړاندې عمليات پېل کړی شوي وو.

د هلمند ناوې ولسوالۍ د کرکيلې دپاره مشهوره ولسوالي ده او اوس پکې د انګورو په شمول نورې مېوې رارسېدلي دي.

د ناوې ولسوالۍ د نیولو په اړوند تراوسه د وسله والو طالبانو کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG