لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان لخوا په پوله بريد کې دوه ايراني وژل شوي


د بيان ترمخه د قدس ځواک د بهرنو عملياتو ساتونکو څانګې په ځوابي عملياتو کې يو بریدګر وژلی.

د ايران انقلابي ګارډز يا ځواک ويلي د خالي په ورځ د پاکستان د غاړې په پوله وسله وال بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ايراني ځواک به سپاه نيوز وېب پاڼه ليکلي، د خالي په ماښام ترهګرې ډلې د پاکستان د حدودو نه د ايران په پوله پرته سيمه سراوان کې برید کړی دی، او په ترهګر بريد کې دوه ځايي کار کوونکي وژل شوي دي.

بريد په بلوچستان سېستان صوبه کې شوی دی.

د بيان ترمخه د قدس ځواک د بهرنو عملياتو ساتونکو څانګې په ځوابي عملياتو کې يو بریدګر وژلی او دوه يې ژوبل کړي او هغه بيرته پاکستان لوري ته تښتېدلي دي.

د ايران صدر حسن روحاني د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته ليکلي چې په پوله د دغه ډول بريدونو دپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د مئي په میاشت کې د ايران د پوځ مشر ګواښ کړی ؤ چې که چري پاکستان د پولې سره خوا اوشا کې د ترهه ګرۍ پېښو کې ککړو خلکو پر ضد کوټلي ګامونه پورته نه کړه نو تهران به پخپله په پاکستان کې دننه د دوي پر ضد عمليات وکړي.

پاکستان د تهران تورونه رد کړي او د ايراني پوځ ګواښ ېې د دواړو هېوادونو د ورور ولۍ د اړيکو په ضد ګرځولی و.

د دواړو ملکونو تر منځ پوله له اوږدې مودې راهسې قاچاقبر او مشکوکه وسله والې ډلې کاروي.

XS
SM
MD
LG