لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه سندهيانو دپاره د حېدراباد نه تر کراچۍ پېدل لاريون شوی


د بې درکه سندهيانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم د حېدراباد نه ترکراچۍ خواؤشا ۱۵۰ کلومیټره پېدل لاريون کړی دی،
د بې درکه سندهيانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم د حېدراباد نه ترکراچۍ خواؤشا ۱۵۰ کلومیټره پېدل لاريون کړی دی،

د وايس فار مسنګ پرسنز اف سندهـ يا بې درکه سندهيانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم د حېدراباد نه تر کراچۍ خواؤشا ۱۵۰ کلومیټره پېدل لاريون کړی دی، دويې وايي د لاريون د لارې د بې درکه کسانو خوشي کولو غوښتنه کوي.

کراچۍ ته په رارسېدو د پېدل لاريون مشري کوونکي پنهل ساريو ډيوه ريډيو سره خبرو کې ویل په سنده صوبه کې د ۷۰م د لسيزې راهسې د خلکو د بې درکه کولو لړۍ روانه ده خو په وروستيو کې پکې تيزي راغلې ده،

دی وايي " په پينځمه جولايۍ چې د حېدر اباد نه کراچۍ پله روانېدل نو هغه وخت ۴۲ تنه بې درکه وو او د ايجنسيانو سره ګېر دي او دویې د هغود خوشي کولو دپاره مارچ شروع کړو خو دی وايي افسوس دی ورته کراچۍ ته د رارسېدو پورې د بې درکه کسانو شمېره ۶۱ ته رسېدلې ده".

هغه وويل زيات کسان د جامشور، حېدر اباد او کراچۍ نه بې درکه کړی شوي دي.

هغه زياته کړه د زوالفقارعلي بهټو د زمانې نه چې کله هغه د سېول مارشل لا لګولو اعلان وکړو د خلکو بې درکه کېدو لړۍ پېل شوې او نوموړی وايي د هغې وخت نه تراوسه پورې د ۱۰۰۰ پورې کسان يې بې درکه شوي دي.

هغه تور ولګوؤ چې د پيپلز پارټۍ د تېر حکومت راهسې د دويې په سلګونو کسان بې درکه شو او په هغو کې د ۷۱ تنو مړي هم ترلاسه شوي دي.

پنهل ساريو وويل چې په بې درکه کسانو کې د زياتو تعلق د سندهي قام پرستو ډلو، خپله د پيپلزپارټۍ او ځينې پکې داسې هم دي چې د کومې سياسي ډلې تړاؤ نه لري ورک دي.

دا خلک ولې بې درکه کړی شوي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې پنهل ساريو وويل د هغه خيال دی چې رياست خلک غلي او په ويره کې ساتل غواړي چې څوک د خپلې رائې اظهار ونه کړي او د احتجاج دپاره بهر راونه ووځي، خلک خپلې عقيدې ته نه پرېښودی کيږي او رياست يې د خپلې نظرې او سياست لاندې ساتل غواړي.

هغه وويل د بلوچستان د بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکو سره يې هيڅ اړيکې نشته خو دواړه بدنصيبه قامونه ګڼي چې دغه ډول عمل ورسره روان دی.

د پنهل ساريو په وېنا دويې د لس ورځني پېدل لاريون د لارې پاکستان کې بشري حقونه غواړي، خلکو ته دې د عقيدو او نظريو ازادي وي، د دغه حق غوښتنې او بې درکه کسانو خوشي کېدو دپاره راغلي چې د ځايي او نړيوالې میډيا د لارې خپل غږ واکمنو ته ورسوي.

د حېدراباد نه تر کراچۍ پېدل لاريون کې د سړو سره ښځې هم ملګرې وې.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۳م کې د بې درکه بلوڅو دپاره د کوئټې نه تر کراچۍ او بيا د کراچۍ نه تر اسلام اباده پورې پېدل لاريونې شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG