لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې بل مسیحي وګړی د مذهب دسپکاوي په تور نیول شوی


پولیس وایي د سیمې خلک د نیول شوي تن د وژلو دپاره راپاریدلي

دپاکستان دپنجاب ایالت په ګجرات ښار کې یو مسیحي وګړی دخلکو لخوا دمذهب په سپکاوي له تورنولو وروستو پولیسو نیولی اؤ د هغه په ضد یې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

پولیس وایي د سیمې خلک د نیول شوي تن د وژلو دپاره راپاریدلي چې له دغې ویرې یې نیول شوی عیسايي وګړی نامعلوم ځایې ته منتقل کړی دی.

د یک شنبې په ورځ پاکستاني میډیا ویلي دغه عیسایي وګړی د ګجرات په کهیړیا تحصیل کې پولیسو د ندیم احمد نومي یو دوکاندار په شکایت نیولی دی.

راپورونه وایي ندیم احمد نومې دوکاندار پولیسو ته ویلي چې د خپل یو ملګري له خولې یې اوریدلي وؤ چې ددغه سیمې په یو شخصي هسپتال کې د صفایۍ په کار مامور یو مسیحي تن چې نوم یې نه دی ښودل شوی دمذهب سپکاوی کړی دی.

خو له دې وړاندې داسې ګڼ شمیر راپورونه مخې ته راغلي چې زیاتره وخت پاکستان کې خلک د شخصي نالګیو په اساس یو تن د مذهب په سپکاوي تورن کړي اؤ بیا یې په پاریدلو خلکو ووژني یا یې د قانون منګولو ته وسپاري.

ندیم احمد دعوه کړې چې کله یې دغه مسیحي وګړي سره پخپله ولیدل نو هغه دده په مخکې هم د مذهب سپکاوی وکړو.

د ندیم احمد په شکایت دغه غریب صفایي کوونکی مسیحي وګړي د ډڼګا ټاؤن تاڼې پولیسو نیولی اؤ د ځایې پولیسو یو مشر یا ایس پي خبریالانو ته ویلي چې د نیول شوي تن په ضد د مذهب د سپکاوي مقدمه سي-۲۹۵ درج کړل شوې ده.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د جرم قانوني سزا مرګ یا عمري بند ټاکل شوی دی.

راپورونه داهم وایي چې ددغه عیسایي وګړي د نیول کیدو وروستو ګڼ قهریدلي خلک راټول شوي وؤ اؤ د پولیسو په تاڼه د ورختلو هڅه یې کوله ترڅو د مذهب په سپکاوي تورن تن پخپله ووژني خو پولیسو هغه له تاڼې ویستلی اؤ په یو نامعلوم ځایې کې یې کښینولی دی.

پاکستان کې دمذهب د سپکاوي د تورونو پيښې

د روان کال د اپریل په میاشت کې د خیبرپښتونخوا چترال کې هم یو لیونی تن خلکو د مذهب په سپکاوي تورن کړی اؤ اؤ وروستو چې هغه پولیسو ونیولو نو زرګونه پاریدلي خلک د هغه وژلو پسې د پولیس تاڼې مخې ته ورټول شوي وؤ.

په ګرد پاکستان په خاص ډول پنجاب ایالت کې اکثره اقلیتي وګړي دمذهب دسپکاوي په تورونو تورنولى شي او وروستو ورته عدالتونه دتندروه ډلو ددړکو له ويرې دمرګ سزاګانې اوروي.

په دغه هیواد کې تردې مهاله ګڼ اقلیتي وګړي د مذهب د سپکاوي په تورونو یا خو قهریدلو خلکو پخپله وژلي اؤ یاهم بیا دقانوني سزاګانو سره مخ شوي دي.

تیره میاشت هم دپنجاب په مظفرګړهـ سیمه کې یوې ځایي محکمې د مذهب دسپکاوي په تور نعمان چانډیا نومې یو تن ته د مرګ سزا اورولې وه اؤ له هغې یوه اوونۍ وړاندې همدغه دغه سیمه کې د یو سرکاري سکول استاد پولیسو د مذهب د سپکاوي په تور نیولی ؤ.

همدغه شان د روان کال د اپریل په میاشت کې د خیبر پښتونخوا د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ کې هم د جرنلزم دڅانګې یو زده کوونکی مشال خان د یونیورسټۍ په سوؤنو پاریدلو محصلینو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی ؤ.

خو وروستو په پلټنو کې ثابته شوه چې مشال خان د مذهب هیڅ سپکاوی نه ؤ کړی.

دپاکستان دپنجاب ایالت پخوانی ګورنر سلمان تاثیر اؤ د اقلیتي چارو یو پخوانى وفاقي وزير شهباز بهټي هم دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شوي وؤ.

دبشري حقونو نړيوالې ډلې دپاکستان د حکومت څخه دمذهب دسپکاوي موجوده قانون کې دبدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هیواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلیمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

د پاکستان د نظریاتي کونسل مشران هم وايي چې د اسلام د سپکاوي په قانون کې څه قسمه بدلون نه شي کیدلی.

د پاکستان د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون

د مذهب د سپکاوي قانون په 1986 کې پخواني پوځي امر جنرل ضیا الحق جوړ کړې ؤ.

ددې لانجمنه قانون د جوړیدلو را په دېخوا تر اوسه قهر جنو خلقو په سونو حملې کړي دي او د مسلمانانو په گډون گڼ شمیر غیرمسلمانان په جیلونو کې سزا گانې خوري.

په پنجاب کې د پينځه بچو مور یوه عیسايي ښځه اسیه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په تور کې د مرگ سزا اورول شوې ده.

اسیه بي بي په نومبر 2010 کې پولیسو نیولې وه، په هغې تور ؤ چې د خپلې مسلمانې ملگرې په پیالۍ کې یی اوبه څکلې وې، د اسیه بي بي خپلوان وايي په هغې لگول شوي تورونه غلط دي.

د پنجاب صوبې پخواني گورنر سلمان تاثير په کال ۲۰۱۱م کې د اسیه بي بي د جیل څخه د خوشي کولو او د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه کوله چې هم دهغه خپل محافظ ممتاز قادري په رڼا ورځ د خپلو نورو عسکرو ملگرو په موجودگۍ کې په ډزو اووژلو.

ممتاز قادري تيزندي شوې دی خو د هغه په لکونو پلویانوپه سر ښار اسلا اباد کې دهغه په قبر یو دربار جوړ کړی دی او روزانه ورته په سوونو خلق د ثؤاب گټلو په خاطر ورځي.

XS
SM
MD
LG