د امريکې د استازو ايوان د پاکستان ته ورکوونکي امداد باندې د سختو شرطونو لګولو او هند سره د دفاعي مرستو د زياتوالي بِل منظور کړی دی.
د قامي دفاعي پاليسۍ ۲۰۱۸م په نوم دا بل د جولايۍ په ۱۴مه نيټه ايوان ته وړاندې کړی شو د کوم پرضد چې يواځې ۸۱ او په حق کې يې ۳۴۴ کسانو خپلې رای ورکړه.
د جمعې په ورځ د منظور کړی شوي دفاي پاليسۍ بِل مالي حجم ۶۹۶ اربه ډالره ټاکل شوی دی. د دې قانون ترمخه به پاکستان ته ورکوونکی مالي امداد په دې شرط ورکول کېږي چې د افغان طالبانو په ضد عملیات وکړي او د نېټو لپاره سامانانه وړونکو ګاډو لار محفوظه کړي.
دغه رنګ پاکستان د ترهه ګرۍ پرضد روانو عملياتو کې چټک ګامونه پورته کړي، د پولې پورې نه د بريدونو مخنيوی کول او د بارودي سرنګانو د خطر نه د بچ کېدو لپاره خصوصي ګامونه اخستل په دغو شرطونو کې شامل دي.
د دي قانون لاندې به پاکستان ته روان کال د اکتوبر د وړومبۍ مياشتې نه تر راروان کال يعنې ۲۰۱۸م د دسمبر تر ۳۱مې نېټي۴۰ کروړه ډالرو مالي امداد تر هغې نه ورکول کېږي تر څو چې د امريکې د دفاع وزير د دې خبرې پخلی ونکړې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې پرضد مسلسل پوځي عمليات کوي.
شمالي وزيرستان کې حقاني شبکه له دې منع کړي چې هلته پټنځايونه جوړ نه کړي او پاک افغان پُولې سره نزدې د وسله والو تګ راتګ ودرولو لپاره د افغان حکومت سره مرستې کوي.
د دفاعي پاليسۍ قانون کې په پاکستان سخت شرطونه لګولو وړانديز د دوه غړو روهرا باچر او ټيډپو له خوا ورکړل شوی وو او هم دې دوه غړو ډاکټرشکيل افريدی خپل اتل ګرځولی وو.
د شورو په ورځ د دې بل مسوده د کانګرېس يو مهم پېنل ته د اورېدنې دپاره ورکړی چې پکې امريکا د پاکستان په هغه ژمنه اندېښنه څرګنده کړې چې يې ويلي ؤ پاک ـ افغان سيمه کې به د ترهګرۍ په ضد جنګیږي.
په ورستيو کې امریکايي چارواکو او قانون سازو پاکستان ته ښکاره ویلي او ټينګار یې کړی چې طالبانو ته د ماتې ورکولو دپاره د امريکا او افغان حکومت مرسته وکړي او د دغسې نه کولو په صورت کې امریکا د پاکستان سره خپلو اړيکو باندې غور کولی شي.
مسوده کې ويل شوي چې پاکستان څو پورې ډاکټرشکيل افریدی نه وي خوشی کړی او د اسامه بن لادن په لټولو کې د امریکا د مرستې په لړ کې په هغه لګيدلي ټول تورونه ي نه وي ختم کړي د امريکې د بهرنو چارو وزارت به تر هغې وخته پورې د درې کروړه ۳۰ لاکه ډالرو فنډ نه ورکوي.
امریکايي چارواکو او قانون سازو پاکستان ته ښکاره ویلي او ټينګار یې کړی چې طالبانو ته د ماتې ورکولو دپاره د امريکا او افغان حکومت مرسته وکړي او د دغسې نه کولو په صورت کې امریکا د پاکستان سره خپلو اړيکو باندې غور کولی شي.
په دې قانون کې د هند سره د دفاعي اړيکو زياتولو منظوري ورکړل شوې چې ترمخه يې د دفاع او خارجه وزيرانو ته امر شوی چې په شپږو مياشتو کې دننه د هند سره د دفاعي اړيکو زياتو لپاره تګلاره جوړه کړي.
اوس به دا قانون په امريکايي سينيټ کې وړاندې کېږي او د سينيټ نه د منظورۍ وروستو به صدر ډونلډ ټرمپ ته د حتمي منظورۍ لپاره ځي، له دې وروستو به دا په باقاعده توګه د يو قانون شکل اختيار کړي.