لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش دخراسان مشر امریکایي برید کې ووژل شو


جنرال نکلسن د ابوسعید وژنه افغانستان کې د داعش دداعش دپاره یوه لویه ضربه ګڼلې ده
جنرال نکلسن د ابوسعید وژنه افغانستان کې د داعش دداعش دپاره یوه لویه ضربه ګڼلې ده

په افغانستان کې دخپلسره اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.‌

د امریکا د دفاع وزارت اؤ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمانډر جان نکلسن دداعش دخراسان د مشر ابو سعید د وژنې پخلی کړی دی.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاندې ډانا وائټ ویلي افغانستان یا خراسان دپاره دداعش مشر ابو سعید په کونړ ولایت کې د امریکایي ځواکونو لخوا دداعش په یو مرکز شوي هوایي برید کې وژل شوی دی .

د پنټاګان ویاندې د ابو سعید وژنه یوه ستره بریا ګڼلې اؤ هیله یې ښودلې ده چې دې سره به افغانستان کې نه یوازې دداعش د پراختیا مخه ونیول شي بلکې ددغه وسله والې ډلې فعالیتونه به هم ورسره کم شي.

همدغه شان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمانډر جنرال جان نکلسن پخپل یو بیان کې پخلی کړی چې ابوسعید د جولاې په ۱۱مه نیټه کونړ ولایت کې ووژل شوی.‌

جنرال نکلسن د ابوسعید وژنه افغانستان کې د داعش دداعش دپاره یوه لویه ضربه ګڼلې ده او ټینګار یې کړی چې داعش به په افغانستان کې خوندي ځالې ونه لري.

ابوسعید د داعش د خراسان د ډلې دریم په اصطلاح امیر دی چې وژل کیږي.

دغه تندروه وسله واله ډله افغانستان اؤ پاکستان د خراسان په نوم یادوي .

له دې پيښې درې میاشتې وړاندې خراسان دپاره دداعش یو بل مشر عبدالحسیب اؤ تیرکال یې دحافظ سعید په نامه امیر هم په دغسې بریدونو کې وژل شوي وؤ.

دا مهال دداعش وسله واله ډله د افغانستان ننګرهار ولایت کې زیاته پیاوړې ده اؤ دغه ولایت کې یې په بیلابیلو سیمو کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي .

روان کال کې امریکایي اؤ افغان ځواکونو څو کرته ددغه وسله والې ډلې د مهمو مشرانو اؤ کمانډرانو د وژنو دعوې کړي دي خو بیا هم افغان چارواکي داعش دافغانستان امن دپاره یو ستر ګواښ ګڼي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG