لاس رسیدونکی لینک

امریکې د پاکستان امداد د افغان طالبانو د ملاتړ پرېښودو سره مشروط کړی


په مسوده کې امريکا د پاکستان په هغه ژمنه اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان کړې وه پاک ـ افغان سيمه کې به د ترهګرۍ په ضد جنګیږي.

د امریکې د کانګرېس يو مهم پېنل اورېدنه پېل کړې چې پاکستان ته ورکوؤنکی پوځي او غېر پوځي امداد د افغان طالبانو په ضد جګړې سره مشروط کړي.

د ډان ورځپاڼې رپورټ وايي، د کال ۲۰۱۸م د بهرنيو عملیاتو دپاره جوړې شوې مسوده کې د پاکستان دپاره سخته ژبه کارول شوې او دغه مسوده د چهارشنبې په ورځ د اېوان د اختصاص د کمېټۍ غړو ته ورکړل شوې ده.

په مسوده کې پاکستان ته د امداد ورکولو په خبره ټينګار شوی خو په دغه اړوند د بهرنيو چارو وزارت ته د ملي امنيت په نظر کې ساتلو ويل شوي دي. د بِل د منظورېدوپه صورت کې به بهر ملکي پوځي امداد تر ۸۵فيصده پورې دوامداره وساتل شي.

په مسوده کې امريکا د پاکستان په هغه ژمنه اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان کړې وه پاک ـ افغان سيمه کې به د ترهګرۍ په ضد جنګیږي.

د رپورټ ترمخه په ورستيو کې امریکايي چارواکو او قانون سازو پاکستان ته ښکاره ویلي او ټينګار یې کړی چې طالبانو ته د ماتې ورکولو دپاره د امريکا او افغان حکومت مرسته وکړي او د دغسې نه کولو په صورت کې امریکا د پاکستان سره خپلو اړيکو باندې غور کولی شي.

مسوده کې ويل شوي چې پاکستان څو پورې ډاکټرشکيل افریدی نه وي خوشی کړی او د اسامه بن لادن په لټولو کې د امریکا د مرستې په لړ کې په هغه لګيدلي ټول تورونه ي نه وي ختم کړي د امريکې د بهرنو چارو وزارت به تر هغې وخته پورې د درې کروړه ۳۰ لاکه ډالرو فنډ نه ورکوي.

کمېټۍ د پاکستان د امداد دپاره د ۶۴کروړه ۲۲ لاکه ډالرو وړانديز کړی او ويل شوي چې د کېري اووربل په مد کې به د پاکستان مرستې د يو ارب ۳۷ کروړه پورې سېوا شي.

کمېټۍ د پاکستان سره د سفارتي عملياتو دپاره د ۱۱ کروړه ۵۰ لاکه ۵۴ کروړه او ۲۰ لاکه ډالرو ټاکلو وړانديز هم کړی دی.

دا بلِ د بهرنو عملياتو په مد کې ۴۷اربه ډالره ورکوي او دا ۲۰۱۷م مالي کال نه لس اربه راکم کړی شوی دی.

د بهرنو چارو وزارت ته ويل شوي د دې پخلی دې وکړي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امريکا ملاتړ کوي د حقاني شبکې، د طالبانو د کوټې شورا، لشکر طيبه، جېش محمد، القاعده او نورو ځايي او بهرنو ډلو په ضد عمليات کوي، او د دغو ډلو د ملاتړ په ځای يې د هغو مخه نيولې چې د پاکستان نه د پولې پورې غاړې ته ګاونډي هېوادونو کې عمليات وکړي.

وزارت ته دا هم ويل شوي مالومه دې کړي پاکستان په افغانستان کې د امریکا او اتحاديانو په ضد د ترهګرو هلو ځلو ملاتړ خو نه کوي، او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د ملک په سياست او عدالتي نظام کې د قانون پرته لاس وهنه خو نه کوي.

د دې پخلي کولو هم ويل شوي چې پاکستان د هغو سکولونو ملاتړ خو نه کوي کوم چې د طالبانو يا نورو بهرنو ترهګرو ډلو سره اړونده وي او دا چې اسلام اباد د جوهري موادو په اړوند بل چا ته پوهه خو نه ورکوي.

په مسوده کې ويل شوي دا فنډ به يواځې د بهرني پوځي امداد په لړ کې او پاکستان به يې د ترهګرۍ په ضد کاروي. او په دې کې به پاکستان ته د دې اجازه نه وي چې د اېف ـ۱۶ الوتکو د اخستو په لړ کې يې وکاروي څنګه چې يې وړاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG