لاس رسیدونکی لینک

خبرداری: تندروي به اوس د مدرسو په ځای د پوهنتونونو نه خوريږي


نصاب دې په سائنسي بنيادونو پياوړی کړی شي سوچ دې بدل کړی شي او سوتره سائنسي څيړنې دې

د پاکستان د سندهـ صوبې چارواکو خبرداری ورکړی چې پاکستان کې به اوس د دينې مدرسو په ځای د تعليمي ادارو پوهنتونونو نه هلکان او جينکۍ تندروۍ پله ځي.

خو څيړونکي وايي دا سلسله د پخواني پوځي امر ضياالحق د وخت نه پېل شوې او په دې په رسمي ډول کارشوی دی.

د سي ټي ډي پوليس د سندهـ څانګې مشر ډي ائي جي ثناالله عباسي د ۴۰ سرکاري او غېرسرکاري پوهنتونو د مشرانو او چارواکو ترمنځ په يوه ناسته کې تعلیمي ادارو کې د تندروۍ د مخ په زياتي فعاليتونو خبره کړې ده.

په تعليمي ادارو کې د مخ په زياتيدونکې تُندروۍ د سرخط لاندې راجوړه شوې ناسته کې په دې خبرې شوي چې په تعليمي ادارو کې څنګه هلکان او جينکي تُندروه سوچ پله ځي اود هغې د مخې نيولو دپاره څه کول پکار دي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالزم د څانګې مشر ډاکټر فېض الله جان وايي دا سلسله ډېره مخکنۍ ده او د پخواني پوځي امر ضيا الحق د دور نه شروع شوې ده.

"اوس خو ايله دا خبره ښکاره شوه چې دا خلک راووتل خو په يونيورسټيو کې د ډېر وخت نه په دې کار شوی ؤ چې هغه به داسې قسمه خلک رااوباسي او هغه هم هاغه ده چې د ضياالحق د وخت نه سوکالډ اسلاماېزېشن (تش په نوم اسلام) شروع شو نو هغه صرف د جوماتونو او مدرسو دپاره نه بلکې د رياست ټولې ادارې په يوه لاره باندې روانې وې".

نوموړي وايي د هغه دپاره دا د حېرانيتا خبره نه ده بلکې د حېرانتيا خبره دا ده چې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارو يا حکومت دې پله اوس پام راوګرځېدو او په دې کار کوي.

په کراچۍ کې د اردو پوهنتون د ژورنالزم د څانګې پخوانی مشر ډاکټر توصيف احمدخان هم د ښاغلي فېض الله جان د خبرې تائيد کوي چې دا ډېر پخوانی سوچ دی او په دې باقاعده کار شوی او اوس پرې هم روان دی،

دی وايي، "يو خو لاقانونه ګرځول شوې ډلې تعليمي ادارو ته خپل کسان راليږي هغه ملګري پېدا کوي، او بل خبره نصاب دی چې هغه د تُندروۍ د موادو نه ډک دی".

د سي ټي ډي پوليس او پوهنتونونو د چارواکو ترمنځ ناسته کې ويل شوي په تعليمي ادارو کې د تُندروۍ هلې ځلې او فعاليتونه څارنې ته اړتيا لري او بل دا چې زده کوونکو سره د تُندورۍ په ضد ناستې جوړول او په دې ورسره بحثونه کول پکار دي.

ښاغلی فېض الله جان وايي، د هغه په نظر دوه ډېرې مهمې خبرې دي چې رياست په هغې غور وکړي او تعليمي ادارې دتُندروۍ نه وژغوري،

"یو کار ضروري دا دی چې رياست دې خپله نظريه او پاليسي واضحه کړي تراوسه پورې دا واضحه نه ده چې د پاکستان خپله د ریاست په طور پاليسي څه ده او دوېمه ډېره ضروري دا ده چې پاکستان دې په خپل نصاب باندې غور وکړي".

او ډاکټرتوصیف وايي هغه سوچ چې د دې کار دپاره جوړ کړی شوی دی هغه به بدلول وي، نوموړی وايي ټول نصاب ته دې بيا د سره کتنه وشي،

دی وايي "نصاب دې په سائنسي بنيادونو پياوړی کړی شي سوچ دې بدل کړی شي او سوتره سائنسي څيړنې دې وشي دا زده کړې دې ورکړی شي د سخت دريزۍ د زده کړو دې ډډه وکړی شي".

پوليس چارواکو په ناسته کې د اعلٰی پای د تعليمي ادارو د زده کوونکو حوالې ورکړي چې تُندوره پله تلي دي.

په هغو کې د کراچۍ ائي بي اي سعدعزيز چې د داعش نه متاثره شوی په کال ۲۰۱۵م کې په شيعه اسماعيلي مسلمانانو باندې وژونکي بريد او فعالې سبين محمود په وژنه کې ککړ ګرځول شوی او پوځي عدالت ورته د مرګ سزا اورولې ده.

دغه ډول په حېدر اباد کې د جامشورو لياقت ميډيکل يونيورسټي اف سائنس زده کوونکې نورين لغاري يادګېرنه هم شوې چې د روان کال فرورۍ په مياشت کې په داعش کې د شاملېدو دپاره تښتېدلې او په لاهور کې بيا نيول شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG