لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دفیس بک په کاروونکو څارنه سختول غواړي


هارون بلوڅ وایي دحکومت ددې تازه غوښتنې ترشا نور عزائم پراته دي

پاکستان کې د حکومت لخوا د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د قامي سلامتیا اؤ دمذهب د سپکاوي په ضد د څارنې عمل نور هم پراخه کړی کړل شوی اؤ دغه هیواد اوس دفیس بک انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې د فیس بک دفعالینو اکاونټونه دې د هغوئ د موبائیل نمبرو سره وتړي.

مطبوعات د پاکستان دټیلي کمیونیکشن اتهارټۍ دچارواکو له خولې لیکي چې دپاکستان حکومت د فیس بک انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې دجعلي اکاونټونو د لانجې هواري دپاره دې د صارفینو اکاونټونه د هغوئ د موبائیل نمبرو سره وتړي.

د پاکستان ټیلي کمیونیکشن اتهارټۍ چارواکي وایي چې هیواد کې د بائیو میټرک یا ګوتې لګولو دنظام لاندې د وړاندې نه د موبائیلو ټولې نمبرې تصدیق شوي دي.

چارواکو ویلي دا مهال دفیس بک اکاوننټ یوازې په ایمیل ايډریس پرانستل کیږي خو که ددې ترڅنګ ورسره د موبائیل نمبر هم ضروري وګرځول شي نو د جعلي اکاوننټونو لانجه به ختمه شي.

پاکستان وایي د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو به هیچاته هم د مذهب دسپکاوي اجازه ورنکړي خو د انټرنیټ د کاروونکو دحقونو مبارزین وایي پاکستان د مذهب د سپکاوي په نوم سیاسي بدل اخلي اؤ خلک په ډاډه زړه په لانجمنو موضوعاتو د رایې ورکولو د ازادۍ دبنیادي حق نه محرومول غواړي.

هیواد کې د انټرنیټ د فعالینو دحقونو دپاره دکارکوونکي غیر دولتي تنظیم د فائټ فار ال ( جګړه د ټولو دپاره ) یو فعاله غړی هارون بلوڅ وایي دحکومت ددې تازه غوښتنې ترشا نور عزائم پراته دي.

هغه وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي حکومت غواړي له دغې لارې د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د خلکو د رایې د څرګندؤلو مخه ونیسي.

د هغه په وینا “کتل به دا وي چې د حکومت مقصد یوازې د جعلي اکاوننټونو مخه نیول دي اؤ که په دغه ترڅ کې نور څه کول غواړي”

هغه زیاته کړې کله چې په هیواد کې د انټر نیټي جرمونو دمخنیوي قانون جوړیدو نو په هاغه مهال هم حکومت دریځ خپل کړی ؤ چې دا د انټرنیټي جرمونو مخنیوي دپاره جوړوي خو وروستو حالاتو وښودله چې حکومت په انټرنیټ د خلکو د رایې د ازادۍ مخه نیول غواړي.

دپاکستان ټیلي کیمونیکشن اتهارټۍ چارواکي وایي هغوئ ته انلاین ۶۰۰۰ شکایتونه ترلاسه شوي چې پکې ۳۵۰ د مذهب دسپکاوي په هکله وؤ .

چارواکي وایي په دغو شکایتونو یې هغه اکاوننټونه تړلي دي چې د مذهب د سپکاوي مواد یې په ټولنیېو رسنیو خپرول.

د روان کال د فرورۍ د میاشتې راهسې دفیس بک انتظامیې پاکستان کې د کتونکو دپاره۱۳۷ د سپکاوي نه ډک لینکونه هم بلاک کړي دي.

دپاکستان په پنجاب ایالت کې په لمړي ځل دجون په میاشت کې د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د مذهب دسپکاوي د موادو خپرولو په تور یو شیعه مسلمان ته محکمې د مرګ سزا اورولې وه.

دغه هیواد کې د انټرنیټ کارونکو د حقونو یو بل مبارز ښاغلی اسد بیګ وایي داسمه ده چې پاکستان کې دمذهب سپکاوی یو جرم دی خو په دغه پلمه د سیاسي رایې د اظهار مخه نیول هم ښه عمل نه دی.

هغه وایي د مذهب د سپکاوي دموادو د مخنیوي په نامه چې کوم خلک نیول کیږي نو داسې بریښي چې دا لړۍ به نوره هم چټک شي.

راپورونه وایي پاکستان کې دا مهال قابو ۳ کروړه اؤ ۳۰ لکه خلک فیس بک کاروي.

د روان کال د اپریل میاشت کې دپاکستان حکومت ویلي وؤ چې فیس بک ددوئ په غوښتنه ۸۵ فیصدي مواد لرې کړي چې دغو موادو کې دمذهب سپکاوی شوی ؤ.

پاکستان یوازینی اسلامي هیواد دی چې دفیس بک څخه دغه ډول غوښتنې کوي اؤ د انټرنیټي جرمونو قابو کولو په نوم یې د سائبر کرائم په نوم یو داسې سخت قانون هم جوړ کړی دی چې د انټرنیټ فعالین پرې نیوکې کوي.

XS
SM
MD
LG