لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اپوزیشن په فشار وزیراعظم نوازشریف استعفا نه انکار کړی


د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د کابینې شوې غونډه کې په دغه ټوله قضیه اؤ د مخالفو ګوندونو په غوښتنو خبرې اترې شوې دي
د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د کابینې شوې غونډه کې په دغه ټوله قضیه اؤ د مخالفو ګوندونو په غوښتنو خبرې اترې شوې دي

دپاناما قضیې پلټنو کې د پاکستان د وزیراعظم نوازشریف کورنۍ ته د ملامتیا د ګوتې نیول کیدو وروستو وزیراعظم نوازشریف واضحه کړې ده چې هغه به د مخالفو ګوندونو په غوښتنه دخپلۍ چوکۍ څخه استعفا نه ورکوي.

په پاکستان کې د سترو سیاسي ګوندونو لخوا په نوازشریف د استعفا دپاره د فشار سیوا کیدو وروستو د پښتنو قام پرست سیاسي ګوندونه اؤ د مولانا فضل الرحما پارټي هم د وزیراعظم بچ کولو دپاره میدان ته راوتلي دي

په نوازشریف اؤ کورنۍ یې تور دی چې دټیکسونو نه بچ کیدو دپاره یې کومې پیسې دهیواد نه بهر په کاروبار اؤ جائیدادونو بندې کړي دهغې حساب نه لري چې دغه پیسې یې څنګه پیدا کړي دي.

دپاکستان سترې محکمې ددغه قضیې پلټنو دپاره یوه ګډه تحقیقاتي ډله جوړه کړې وه اؤ دغه ډلې سترې محکمې ته ویلي چې نوازشریف اؤ دکورنۍ غړي یې ورته د ځانونو په سپنولو کې ناکامه راغلي دي.

ټاکل شوې ستره محمکه د راتلونکې دوشنبې په ورځ ددغه قضیې اوریدنه کوي خو دسترې محکمې له اوریدنې وړاندې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو لخوا په وزیراعظم نوازشریف خپلې چوکۍ څخه د استعفا ورکولو فشار سیوا شوی دی.

د زیارت په ورځ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د کابینې شوې غونډه کې په دغه ټوله قضیه اؤ د مخالفو ګوندونو په غوښتنو خبرې اترې شوې دي.

سرچینې وایي دغه غونډې ته پخپله وینا کې وزیراعظم نوازشریف واضحه کړې ده چې د اولس په رائیو وزیراعظم جوړ شوی ځکه نو د مخالفینو په خوله به استعفا ورنه کړي.

وزیراعظم نوازشریف ویلي کورنۍ یې د ۱۹۳۷م کال څخه کاروبارونه لري اؤ دسیاست نه یې هیڅ ګټې نه دي اخستي البته تاوانونه یې پکې کړي دي.

هغه وویل لمنه اؤ ضمیر یې پاک دی اؤ که مخالفینو سره یې دغبن ثبوتونه وي نو باید مخې ته یې راوړي.

نوازشریف یو ځل بیا تکرار کړه چې د حکومت په ضد یې سازشونه کیږي خو وئ ویل اولس یې ترشا ولاړ دی اؤ سازشیان به د ماتې سره مخ کیږي.

له دې وړاندې هم ښاغلي نوازشریف اؤ دهغه د کابینې وزیرانو تورونه لګولي چې د جمهوري حکومت په ضد یې سازشونه روان دي .

خو د مخالفو ډلو دمشر ښاغلي خورشیدشاه ددې غوښتنې باوجود چې د سازش کوونکو نومونه دې واخلي وزیراعظم پخپله،دهغه دحکومت اؤ یاهم کورنۍ کوم غړي د چا نوم نه دی اخستی.

البته د نوازشریف د کابینې یو وزیر ښاغلي سعدرفیق د نوازشریف ستر سیاسي رقیب ته په څرګند ډول پیغام ورکړی ؤ چې “مونږ ښه پوهیږو چې عمران خان دچا لاسونو کې لوبیږي ، خو هغه ته دې معلومه وي چې سیاست نه زمونږ د ویستو هڅه کې به عمران پخپله هم فارغیږي”

څیړونکي وایي د سعد رفیق اشاره د پاکستان د طاقتور پوځ لوري ته وه چې عموماً یې ددغسې سیاسي اړي ګړي په ترڅ کې په اقتدار قبضه کړې ده.

د نوازشریف نه په استعفا غوښتونکو ګوندونو کې پاکستان تحریک انصاف، پیپلز پارټي، جماعت اسلامي، پاکستان عوامي پارټي اؤ ځینې نورې وړې سیاسي ډلې شامل دي .

خو د پښتنو دوه لویې سیاسي قام پرست ګوندونه پښتونخوا ملي عوامي پارټي اؤ عوامي نیشنل پارټي اؤ همدغه شان مذهبي سیاسي ګوند جمعیت علماء اسلام د نواز شریف ترشا ولاړ دي.

د زیارت په ورځ یو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزئ یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي دهغه ګوند دحکومت ائتلافي دی اؤ په هرحال کې به د نوازشریف تر شا ولاړ وي.

همدغه شان د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان یو شخصي ټي وي ته ویلي هغه وزیراعظم نه د استعفا د غوښتنې طرفدار ځکه نه دی چې جی ایي ټي یوازې دهغه څخه پلیټنې کړي ، محکمې لا قصوروار نه دی ګرځولی.

دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم یوې جلسې ته وینا کې د نوازشریف کلکه طرفداري کړې ده اؤ دهغه د حکومت په ضد پیدا شوی تاؤ تریخوالی یې د پاک چائنه اقتصادي راهدارۍ مخې ته سازش ګرځولی ؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG