لاس رسیدونکی لینک

کوټه: د اېس پي په ګډون څلور پوليس په ډزو وژل شوي


بلوچستان کې په څلورو ورځو کې دا دوېمه پېښه ده چې پوليس پکې په نخښه کيږي.

د بلوچستان صوبې سر ښار کوټه په کلي ديبه کې د نامالومو وسله والو په ډزو د پوليس افسر په ګډون څلور پوليس وژل شوي دي.

چارواکو ويلي دغه پېښه چې نن د زيارت په ورځ رامنځته شوې د قائداباد پوليس مشر اېس پي مبارک شاه او هغه سره درې نور پوليس پکې په هدف شوي دي.

مطبوعات وايي د طالبانو جماعت الاحرار ډلې د برید زمه واري قبوله کړې ده.

د چارواکو په وېنا اېس پي مبارک شاه د خپله کوره وتلی او ډيوټۍ له روان ؤ چې په لاره کې پرې بريد شوی او سره د پوليسو وژل شوی دی.

د پوليسو په وېنا بريد کوونکي د ډزو وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي او د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

بلوچستان کې په څلورو ورځو کې دا دوېمه پېښه ده چې پوليس پکې په نخښه کيږي.

د ګل په ورځ د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې د پوليس مشر ساجد مومندسره د ساتونکي او ډرائيوره په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

د پاکستاني طالبانو تحريک جماعت الاحرار د دغه بريد زمه واري هم قبوله کړې وه.

XS
SM
MD
LG