لاس رسیدونکی لینک

وزیراعظم نوازشریف نه دجی ایي ټي پوښتنې اؤ دهغه ځوابونه


وزیراعظم نوازشریف د پلټنو د پاره ګډې پلټنیزې ډلې ته د وړاندې کیدو په مهال

دپاکستان وزیراعظم نوازشریف نه په بهرنو هیوادونو کې د هغه کورنۍ د شتمنیو اؤ جائیدادونو د پلټنو په وخت د سترې محکمې لخوا ټاکل شوې ګډې تحقیقاتي ډلې مخ په مخ څو پوښتنې کړې وې ، دغه پوښتنې څه وې اؤ وزیراعظم ورته ځواب په کوم انداز ویلی دی؟ غوږ شئ ورته !

پوښتنه : تا خپلو تقریرونو کې ویلي چې دعزیزیه ګلف اسټیل ریکارډ شته خو دغه ریکارډ دې سپارلی نه دی؟

جواب : فکر نه کووم کیدی شي سپیکر ته ورکړی شوی وي.

پوښتنه : ایا ستره محکمې ته چې ستا بچو کوم ریکارډ ورکړی هغه تا کتلی دی ؟

جواب : کتلی مې نه دی خو دا منم چې بچو مې کوم ریکارډ ورکړی هغه سم دی

پوښتنه : ایا د ځان سره دې کوم نوي کاغذونه راوړي دي؟

جواب : چې څه راسره وؤ هغه مو ټول ورکړي دي

پوښتنه : کال ۱۹۹۹ کې د ایون فیلډ د زمکې په هکله څه معلومات لرې ؟

جواب : اوریدلي مې دي خو معلومه راته نه ده چې شرطونه یې څه وؤ

پوښتنه : ۲۰۰۵م کال کې دې دخپلې کورنۍ د شتمنیو یادؤنه کړې وه ایا په دغه مهال تاسو د ګلف اسټیل اؤ ایون فیلډ په معاملو خپلو کې خبرې کړې وې ؟

جواب : هو ، هو له هاغه وخته راهسې دا دحسن اؤ حسین سره دي ، فکر کووم چې حسن یې مالک دی خو په بشپړ باور یې نه شم ویلی

پوښتنه :ددغو اپارټمنټونو مالک تل ځان حسین ښودلی دی خو دغلته د لسیزو راهسې حسن میشته دی ، ایا نه ګڼې چې دا عجیبه ده ؟

جواب : د روڼو ترمینځ دا کومه ناشنا خبره نه ده

پوښتنه : د حسین اؤ مریم ترمینځ د کاروباري مختارنامې په هکله درته څه معلومات دي ؟

جواب : د دکاروباري مختار نامې (ټرسټ ډیډ) هیڅ خبره نشته

پوښتنه : ایا ته د نیشنل بانک سعید احمد پیژنې اؤ کله دې ورسره څه روزګار کړی دی ؟

جواب : سعید احمد له اوږدې مودې پیژنم خو روزګار مې ورسره نه دی شوی

پوښتنه : ایا قاضي خاندان پيژنې ؟

جواب : هو هغه نه پيژنم ، بلها ډیرو خلکو سره وینم ټول خو یاد نه شم ساتلی

پوښتنه : ایا شفیع سعید سره پیژنګلو لرې ؟

جواب : هو د اوږې مودې څخه یې پیژنم خو هغه سره مې هم چرته روزګار نه دی شوی.

پوښتنه : کال ۲۰۰۱ اؤ ۲۰۰۲م کې دحدیبیه شوګر (چینو) ملونو دپاره داخستل شوي پور ستنؤلو دپاره مو پیسې د رمضان اؤ چوهدري شوګر ملونو څخه ترلاسه کړې وې ؟

جواب : ماته نه ده معلومه چې څه پور ؤ ددغه کیسې څخه نه یم خبر

پوښتنه : ایا کله دې دخپلې کورنۍ کوم غړي ته د هیواد نه دباندې پیسې لیږلي دي ؟

جواب : نا ما هیڅکله نه دي لیږلي

پوښتنه : د هل میټل نه د ترلاسه کړو پیسو کومه برخه دې د سیاسي غرضونو دپاره کارولې ده ؟

جواب : نا داسې مې نه دي کړي خو که چرې داسې مې کړي هم وي نو ولې دا جرم دی؟

پوښتنه :ایا دا د بهرڅخه دپيسو لاسته راوړلو معامله نه ده؟

وزیراعظم نواز شریف دغه پوښتنې ته هیڅ جواب نه دی ویلی

د پلټنو ګډې ډلې سترې محکمې ته پخپل سپارلي تحقیقاتي راپور کې ویلي چې نوازشریف ورته د پلټنو په وخت هیڅ د اطمینان وړ جوابونه نه دي ورکړي ، اؤ داسې ښکاریده چې هغه په ذهني ډول مصروف ؤ.

په رپورټ کې دا هم راغلي چې نوازشریف به کله د یوې خبرې نه انکار کولو اؤ کله به یې منله اؤ د ډیرو پوښتنو په جواب کې یې ویل چې هیڅ راته یاد نه دي

XS
SM
MD
LG