لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې او قطر د ترهګرۍ د مخنيوي یادداشت لاسليک کړی


دا يادداشت نامه د هغو اقداماتو لړۍ په ګوته کوي کوم چې به دواړه ملکونه په راتلونکو مياشتو او کلونو کې کوي.
دا يادداشت نامه د هغو اقداماتو لړۍ په ګوته کوي کوم چې به دواړه ملکونه په راتلونکو مياشتو او کلونو کې کوي.

د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره امریکا او قطر یو يادداشت لاسليک کړی دی، د امریکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د قطر پلازمينه دوحه سفر کړی او ويلي يې دي د تېرو اوونو راهسې روانو خبرو به په پايله کې دې تړون ته ورسېده.

د لاسليک د دستورې وروستو خبريالانو سره په خبرو کې ټېلرسن وويل، دا يادداشت نامه د هغو اقداماتو لړۍ په ګوته کوي کوم چې به دواړه ملکونه په راتلونکو مياشتو او کلونو کې کوي.

هغه ووېل د دې مقصد د ترهګرۍ د مالي مرستو مخه نيول او په نړيوال کچ د ترهګرۍ د مخې نيولو په هڅو کې تُندي راوستل دي.

ټېلرسن په پلازمينه کې د بهرنو چارو وزير شېخ محمد التاني سره هم ليدلي دي، او دواړو د قطر او منځني ختيځ خليجي څلورو ملکونو ترمنځ د شخړې په هواري خبري کړي دي.

تېره مياشت سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، بحرېن او مصر د قطر سره سفارتي، ځمکنۍ او سمندري اړيکې قطع کړي او په قطر يې تور لګولی چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

قطر دغه تورونه رد کړي دي.

ټېلرسن ويلي هغه به د شورو يا چهارشنبې په ورځ د سعودي عرب سفر کوي، چې د نورو فريقېنو سره وويني د چا دریځ چې بدل دی، د دې دپاره چې د هغو خيال معلوم کړی شي چې پرمختګ څنګه کېدی شي.

ټېلرسن د کويت نه قطر ته تلی ؤ.

کوېت د قطر او نورو خليجي هېوادونو ترمنځ د روغې جوړې هڅه کوي.

ټېلرسن د سه شنبې په ورځ د کويت امير شېخ صبا الاحمد الصباح سره ليدلي ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG