لاس رسیدونکی لینک

پاکستان په نړیوالو غږ کړې چې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره دې خپلې ژمنې پوره کړي


دا وخت په پاکستان کې څوارلس لکه راجسټر افغان کډوال ژوند کوي.

د پاکستان د سرحدنو وزیر عبدالقادر بلوچ وايي دا مهال په پاکستان کې ۳۰ لکه راجستر او غیر راجسټر افغان کډوال اوسیږي.

نوموړي دغه خبرې په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پروخت وکړې او زیاته یې کړه چې له دې امله پاکستان د بیلابیلو ستونزو سره مخ دی.

بلوچ په نړیوالو غږ وکړ چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو په بهیر کې دې له خپلو ژمنو سره سم مرسته وکړي تر څو افغان کډوال په درناوي سره بیرته خپل هېواد ته ستانه شی.

بل پلو په اسلام اباد کې د کډوالو د نړیوالې ادارې یا یو ان اچ سي ار ویاند قیصر افریدي ډیوه راډیو ته وویل چې دا وخت په پاکستان کې څوارلس لکه راجسټر افغان کډوال ژوند کوي.

ده زیاته کړه چې په همدومره شمېر غیر راجستر افغان کډوال هم کېدای شي موجود وي.

(پدې کال کې د اپریل د میاشتې راهیسې چې په خپله خوښه د کډوالو د بیرته ستنېدو لړۍ پیل شوې ده ۳۵۰۰۰ وګړي بیرته خپل هېواد ته ستانه شویدي. مونږ سره هم کافي پیسې نه وې نو ۲۰۰ ډالر مو ورکول خو دې ورځو کې د بیرته ستنېدونکو کډوالو شمېر راکم شویدی.)

ده وړاندې وویل چې په سوریه کې د خراب حالت له امله د نړیوالو پاملرنه ټوله هغې خواته اوښتې ده خو د افغانستان کډوالو سره هم باید د سرپنا، تعلیم او روغتیا او په نورو اړینو برخو کې خپلې مرستې کمې نه کړي.

یاده دې وي چې د پاکستان د حکومت لخوا افغان کډوالو ته د بیرته ستنېدو لپاره وروستۍ نیټه د روان کال د ډیسمبر میاشت ټاکل شویده.

په وروستیو کې پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي له امله افغان کډوالو ګیله کوله چې له دوي سره ناوړه چلند کیږي.

د بشري حقونو، مدني ټولنې او نړیوالو لخوا په پاکستان ډیرې نیوکې شوې وې چې بیا ځایه افغان کډوال ځوروي.

XS
SM
MD
LG