لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازشریف په کورنۍ دتورونو تحقیقاتي راپور سترې محکمې ته سپارل شوی


Supreme Court of Pakistan
Supreme Court of Pakistan

پاکستان کې دسترې محکمې په امر وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه د کورنۍ څخه دناجائزه پیسو دپلټنو دپاره ټاکل شوې ګډې ډلې خپل تحقیقاتي راپور سترې محکمې ته وړاندې کړی دی .

دمیډیا راپورونه وایي چې تحقیقاتي ډلې پخپل راپور کې سترې محکمې ته وړاندیز کړی چې د نوازشریف اؤ د هغه د کورنۍ په ضد دې داحتساب قامي ادارې یا نیب کې کیس واچول شي.

د جی ایي ټي په رپورټ کې راغلي چې د نوازشریف د کورنۍ لخوا خپلې ښودل شوې پنګې اؤ د هغې د ګټلو په ګوته کړل شوې لارې خپلو کې سره سمون نه خوري.

ستره محکمه به دراتلونکې دوشنبې په ورځ ددغه دوسیې اوریدنه کوي اؤ‌ څیړونکي وایي که په وزیراعظم نوازشریف ثابته شي چې هیواد نه بهر یې جائیدادونه اؤ کاروبارونه په ناجائزه پيسو جوړ کړي نو هغه پکې د وزیراعظمۍ د منصب څخه هم لاس وینځلی شي.

تحقیقاتي ډلې ته سترې محکمې وزیراعظم نوارشریف اؤ د هغه د کورنۍ غړو نه بهرنو هیوادونو کې د هغوئ دپیسو اؤ جائیدادو دپلټنو دپاره دوه میاشتې وخت ورکړی.

په دغو دوؤ میاشتو کې ګډې پلټنیزې ډلې د وزیراعظم نوازشریف دبچو، رور اؤ نورو اړونده کسانو څخه پوښتنې کړي دي.

نن د دوشبنې په ورځ د پلټنیزې ډلې مشر واجد ضیاء خپل وروستی تحقیقاتي راپور دقاضي اعجاز افضل په مشرۍ دسترې محکمې درې کسیز ټولګي ته وړاندې کړو.

تردې مهاله ددغه راپور جذئیات مخې ته نه دي راغلي خو د نوازشریف حکومت د وړاندې نه ویلي دي چې یوازې په انصاف اډاڼه عدالتي پریکړه به مني.

دتحقیقاتي راپور محکمې ته د سپارلو نه مخکې په پاکستان کې د حکومت، ریاستي ادارو اؤ مخالفو سیاسي ګوندونو ترمینځ داختلافونو اؤ تورونو یوې نوې لړۍ سر راپورته کړی.

د نوازشریف حکومت د پلټنو دګډې ډلې په بې پلوۍ بې باوري ښودلې اؤ تور لګوي چې دحکومت په ضد یې پټ سازشونه روان دي.

هرڅو که نوازشریف یا دهغه دحکومت غړي په ډاګیز ډول نوم نه اخلي چې څوک یې دحکومت په ضد سازشونه کوي خو څیړونکي وایي د نوازشریف اشاره ددغه هیواد دطاقتور پوځ لوري ته ده.

ددغه راپور محکمې ته د وړاندې کولو څخه یوه ورځ د مخه د نوازشریف د کابینې یو مهم وزیر ښاغلي سعد رفیق ګواښ کړی چې که سیاست نه د هغوئ د ویستلو هڅه وکړی شوه نو ډیر خلک به پخپله هم دغه هڅه کې د سیاست نه لاس اووینځي.

هغه تور لګولی چې دتحریک انصاف ګوند مشر د بل چا لاسونو کې لوبیږي اؤ ویلي یې دي ځینې ذهنیتونه پاکستان کې جمهوري حکومت نه شي لیدلی.

څیړونکي د سعد رفیق اشاره د پوځ لوري ته ګڼي خو نن چې کله ستره محکمه کې دغه تحقیقاتي راپور وړاندې کړی شو نو د محکمې لخوا د حکومتي وزیر سعد رفیق د تقریر متن هم راتلونکې اوریدنې دپاره راغوښتل شو.

دنوارشریف حکومت که هرڅو تورونه لګوي چې دهغه دجمهوري حکومت په ضد سازش روان دی خو مخالفو سیاسي ګوندونو په دغه دوسیه کې د وزیراعظم دحکومت دملاتړ نه لاسونه راښکلي .

تیرکال پاناما لیکس کې د نوازشریف د کورنۍ دغړو په ګډون دنړۍ دګڼو طاقتورو شخصاتو نومونه مخې ته راغلي وؤ چې خپلو هیوادونو کې یې دټیکسونو څخه بچ کیدو دپاره خپلې پیسو دهیواد نه بهر لیږلي دي.

په دغه قضیه کې د نوازشریف د کورنۍ دغړو د نومونو مخې ته دراتلو نه وروستو دپاکستان ځینو سیاسي ګوندونو سترې محکمې ته خواست کړی ؤ چې دنوازشریف اؤ دهغه بچو څخه دې ددغو پیسو په هکله پلټنې وکړل شي.

دپاکستان سترې محکمې ددغه دوسیې دپلټنو دپاره د اپرېل په ۲۰مه نېټه د پاناما ليکس په اړونه فېصله اورولې وه او د وزيراعظم د بچو بهر ملکونو کې د جايدادونو معلومولو او تحقيقاتو دپاره يې د جی آئي ټي جوړولو امر کړی ؤ.

د پلټنو دغه شپږ کسیزه ډله چې د ایف ایي ای مرستیال مشر ضیاء احمد یې مشري کوي پکې د پاکستان دمرکزي بېنک، پوځ استخباراتي ادارو او قامي احتساب بېورو ترڅنګ د سيکيورټي اېکسچېنج استازي شامل دي.

اوس چې د محکمې په امر جوړې شوې دغه ګډې پلټنیزې ډلې خپلې پلټنې سرته رسولي نو دنوازشریف حکومت تور لګوي چې دغه ډلې خپلو پلټنو کې د انصاف تقاضې نه دي پوره کړي.

د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر سید خورشید شاه د حکومت په دغه دریځ سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې وزیراعظم دې دخپل اقتدار دپاره جمهوریت اؤ د هیواد ادارو سره لوبې نه کوي.

هغه ویلي وؤ چې د جی ایي ټي په پلټنو د حکومتي واویلا څخه صفا ښکاري چې حکومت دوئ ماحول تاوژنول اؤ د اولس سترګو کې خاورې شیندل غواړي.

په پاکستان کې قانون پوهان وایي که چرې دپاکستان په وزیراعظم ثابته شي چې هغه دهیواد پیسې په ناقانونه ډول بهرلیږلي نو ستره محکمه هغه نااهله کولی هم شي چې په دغه صورت کې به نوازشریف د وزیراعظمۍ د منصب نه لاس وینځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG