لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن:ځانمرګي برید کې دپولیسو ضلعي مشرساجدمهمند وژل شوی


ساجد مومند
ساجد مومند

دپاکستان د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې د پولیسو د ضلعي مشر په ګاډي ځانمرګې برید کې د پولیسو مشر ښاغلی ساجد مهمند اؤ د هغه یو ساتونکی وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي د دوشنبې په ورځ په کچه غرمه دغه چاودنه دمرغۍ بازار سره نزدې په بوغره سړک هاغه مهال دقلعه عبدالله د پولیسو د ضلعې افسر ساجد مهمند په ګاډي شوې ده کله چې دهغه ګاډی په دغه سړک څخه تیریدو.

سرچینې زیاتوي چې ځان وژونکي په موټر سائیکل سپور ؤ اؤ خپل موټر سائیکل یې د پولیسو دمشر ګاډي سره ټکړ کړی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمدخراساني د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده.

د قلعه عبدالله اسسټننټ کمشنر کاشف خبریالانو ته ویلي چې چاودنه ځانمرګي وه اؤ پولیسو ته دپیښې د ځایې څخه د ځان وژونکې سر اؤ پښې په لاس ورغلي دي.

د بلوچستان د پولیسو ویاند وایي په پيښه کې یوولس کسان ژوبل شوي خو ازادې سرچینې اؤ پاکستاني میډیا د ژوبلو کسانو شمیره د شلو نه بره ښایي چې درې پکې پولیس هم شامل دي.

د لمړنیو اطلاعاتو له مخې په پیښه کې ژوبل کسان روغتونونو ته وړل کیږي اؤ په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پيښې ځایې ته رسیدلي دي.

چمن دافغانستان سره په پوله پرته د پاکستان هغه سیمه ده چې وخت نا وخت پکې په امنیتي ځواکونو ددغسې بریدونو خبرونه مخې ته راځي.

خراساني نن د ګل/ دوشنبې په ورځ کُرمه ايجنسۍ کې د ملېشې په ځواکونو د بمي چاؤدنو زمه واري هم منلې ده، په دغو چاؤدنو کې درې سرتيري وژل شوي او څلور ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG