لاس رسیدونکی لینک

کُرمه ايجنسي: چاؤدنو کې درې سرتيري وژل شوي، څلور ژوبل


کُرمه ايجنسي د افغانستان سره په پول پرته د پاکستان قبايلي سیمه ده.

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي سيمه کُرمې ايجنسۍ کې درې بېلابيلو چاؤدنو کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د کُرمې پوليټيکل او ملېشې چارواکو پخلی کړی چې نن د ګل په ورځ سهار د کوزې کُرمې په لکه تيګه علاقه کې د ملېشې ځواکونو ځانته اوبه راډکولې او په دغه مهال پرې چاؤدنه وشوه.

چارواکي وايي د چاؤدنې وروستو نور سرتیري موقعې ته ورسېدل او هم په دغه وخت دوه نورې چاؤدنې وشوې.

چارواکي وړومبی په چاؤدنو کې د ملېشې د دوه سرتېرو د وژنې او پينځه ؤ نورو ژوبلېدو پخلی کړی ؤ.

وروستو چارواکو ويلي يو بل ژوبل عسکر د درملنې په مهال ژوند دلاسه ورکړی او د وژل شوؤ شمېره درېو ته رسېدلې ده.

د پېښې زمه واري د پاکستاني طالبانو تحريک منلې او د محمدخراساني په نوم د طالبانو وياند رسنيو ته په لېږلي بيان کې د چاؤدنو په ترڅ کې د اته عسکرو د وژنې ادعا کړې ده.

د اتوار يا يکشنبې په ورځ هم بله قبايلي سیمه مومند ايجنسۍ کې په اوبو راوړونکو ملېشې عسکر باندې چاؤدنه شوې يو عسکر پکې وژل شوی او یو بل ژوبل شوی ؤ.

تېره میاشت د کُرمې ايجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې بمي بریدونه شوي او د ۷۰ زيات تنان پکې وژل شوي وو.

د دغو بريدونو وروستو ځايي خلک په احتجاجي پرلت ناست شوي او وروستو ورله د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه ورغلی او هغه ويلي ؤ سيمه به خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG