لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا افغانستان کې خپلو پوځیانو دپاره نور مهمات لیږلي


دغه پوځي ګاډي اؤ مهمات به افغانستان کې میشته امریکایي ځواکونو دپاره ډیر افغانستان ته ورسول شي
دغه پوځي ګاډي اؤ مهمات به افغانستان کې میشته امریکایي ځواکونو دپاره ډیر افغانستان ته ورسول شي

افغانستان ته د نوؤ امریکایي پوځیانو د رسیدو څخه وړاندې دامریکا ۶۰۰ نور پوځي ګاډي اؤ مهمات افغانستان ته د رسؤلو په غرض د پاکستان د کراچۍ بندر ته رسیدلي دي.

د صدر ډانلډټرمپ په مشرۍ د امریکا نوي حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته به د ۴۰۰۰ؤ څخه نیولې تر ۶۰۰۰ؤ نور نوي عسکر لیږي ترڅو دغه هیواد کې دامن په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د یک شنبې په ورځ په میډیا راپورونه خپاره شوي چې د امریکایي پوځیانو دپاره دغه مهمات شپږ میاشتې وړاندې امریکا څخه دسمندر دلارې پاکستان ته راروان کړی شوي وؤ چې کراچۍ ته تیره میاشت رارسیدلي.

ټاکل شوې ده چې دغه پوځي ګاډي اؤ مهمات به افغانستان کې میشته امریکایي ځواکونو دپاره ډیر افغانستان ته ورسول شي.

افغانستان کې دا مهال د امریکا خواوشا ۸۰۰۰ پوځیان موجود دي ، خو په دغه هیواد کې د امریکایي پوځ کمانډر جان نیکلسن دامریکا د نوي حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې باید خپل نور پوځیان هم افغانستان ته ولیږي.

د امریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ افغانستان ته د نوؤ پوځیانو د لیږلو واک ددفاع وزارت ته ورکړی ؤ اؤ تیره میاشت ددفاع وزیر اعلان کړی ؤ چې افغانستان ته به د ۴۰۰۰څخه نیولي تر ۵۰۰۰ نور امریکایي سرتیري ولیږل شي.

په افغانستان کې دا مهال د امنیت وضعه خرابه ده اؤ افغان ولسمشر اشرف غني وایي چې په هیواد کې یې تر ۲۰ؤ زیاتې ترهګرې ډلې په ورانکارۍ بوختې دي.

په دې وروستیو کې ددغه هیواد دننه د افغان ځواکونو ، طالبانو اؤ داعش جنګیالو ترمینځ د نښتو لړۍ نوره هم چټک چټک شوې ده.

افغان چارواکي تور لګوي چې په پوله پروت ګاونډي هیواد پاکستان یې افغانستان ته ترهګر ورلیږي اؤ په دغه هیواد کې یې پرې د جګړې بازار تود ساتلی دی.

پاکستان که هرڅو ددغو تورونو منلو نه انکار کوي خو د شنبې په ورځ هم دپاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزیز ویلي وؤ چې طالبان که په ټول افغانستان قبضه نه شي کولی خو تر ډیرې مودې د جنګیدو توان لري.

دطالبانو په مرسته تورن پاکستان نظر لري چې افغانستان کې اوس د بهرنو ځواکونو شمیر کم شوی دی نو ځکه دغلته طالبان زیات قوي اؤ په څلویښت فیصده علاقو کنټرول لري خو د پاکستان ددغو دغوؤ پخلی افغانستان امریکا یا بلې کومې نړیوالې ادارې نه دی کړی نه دی کړی

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG