لاس رسیدونکی لینک

سرتاج عزیز:طالبان تر اوږدې مودې افغانستان کې دجنګ توان لري


Adviser to Prime Minister on Foreign Affairs Sartaj Aziz

افغان طالبانو سره په مرستو تورن پاکستان وايي طالبان تر اوږدې مودې پورې افغانستان کې جګړه کولی شي.

دا اټکل د وزير اعظم د خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز تېره شپه په حکومتي ټي وي کړی دی.

ښاغلی عزيز د پاکستان د خارجه وزير په توګه کار کوي ځکه چې ياد هېواد کې د تېرو څلورو کالو راسې د خارجه چارو د وزير دنده چا ته سپارل شوې نه ده.

نوموړي زياته کړې چې د کال ۰۱ ۲۰څخه تر کال ۲۰۱۴م پورې افغانستان کې نزدې یولک اؤ څلویښتو زرو پورې بهرني عسکر موجود وؤ خو هغوئ هم طالبان ختم نکړی شول.

د پاکستان په حکومتي ټي وي باندې د ښاغلي عزيز يو اړخيزه خبرې په ظاهره د افغان طالبانو د توان ‌‌‌‌‌‌ډنډوره ښکارېده.

واشنګټن او کابل په اسلام اباد پرله پسې تورونه لګوي چې د ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې حقاني شبکې او افغان طالبانو سره په افغانستان کې د جګړې او ترهګرۍ لپاره مرستې کوي.

تیره اوونۍ دپاکستان اؤ افغانستان د سفر په مهال د امریکایي سناټورانو یوې ډلې هم ویلي وؤ چې که چرې پاکستان پخپله خاوره د حقاني شبکې د ترهګرو په ضد ګامونه وا نخلي نو امریکا ته پکار دي چې پاکستان سره پخپلو اړیکو بیا دسره کتنه وکړي.

پاکستان تل دغه تورونه ردوي او ښاغلي عزيز وويل چې مونږ افغان ولسمشر ته همدا باور ورکړی چې د ضرب عضب عملیاتو څخه د مخه په پاکستان کې دطالبانو کومې خوندي ځالې وې پاکستاني ځواکونو هغه تباه کړي دي.

ښاغلي عزيز دا دعوه هم وکړه چې ۴۰ فيصده افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی خو امريکا، افغانستان او يا کومه بله منل شوې اداره د سرتاج عزيز ددغه دعوې پخلی نه کوي.

سرتاج عزیز وویل د کال ۲۰۱۴م څخه راپدیخوا چې په افغانستان کې ډیر په لږ شمیر بهرني عسکر موجود دي طالبان دغه هیواد کې یو ځل بیا پیاوړي کیږي.

ښاغلي عزیز افغانستان کې د ناامنۍ علتونه دافغانستان کورني اؤ سیاسي حالات ګرځولي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان پرته له کوم توپیر څخه د ترهګرو په ضد عملیات کوي.

خو افغان چارواکي تور لګوي چې اوس هم دپاکستان په کوئټه ، میرام شاه اؤ پيښور کې طالبان اؤ په ځانګړي ډول دحقاني شبکې جنګیالي خپلې خوندي ځالې لري اؤ دپاکستان د استخباراتي شبکې په مرسته دغه طالبان په افغانستان حملې کوي.

تیره ورځ د پاکستان دبهرنو چارو د دفتر ویاند نفیس ذکریا یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې دعوه کړې وه چې پاکستان خپلې خاورې نه د حقاني نیټ ورک ختم کړی اؤ دغه ترهګره شبکه اوس افغانستان څخه فعالیتونه کوي.

خو دافغانستان د ولسمشر ویاند نجیب ازاد ددغه دعوې په غبرګون کې تیره ورځ وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلی وؤ‌ چې دپاکستان دغه دعوې دحقیقت څخه تیښته ده.

هغه خبرداری ورکړی ؤ چې که پاکستان بیا داسې څرګندونې تکرار کړې نو دا به د پولې دواړو غاړو ته دګډو عملیاتو شوې ژمنې نه تیښته وګڼي اؤ چین اؤ امریکا څخه به وغواړي چې پاکستان سره خپلې ستراتیژیکي اړیکي ختمې کړي

پخپلو تازه څر پاکستان غواړي چې د ترهګرو د فعالیتونو مخنیوي دپاره د پولې نظام نور هم ښه کړي اؤ په دې لړ کې باید افغانستان هم همکاري وکړي.

هغه وویل افغانستان د امن د ټینګښت یوازینۍ لاره د خبرو اترو ده اؤ د نظامي لارې دغه ستونزه هواری نه لری.

هغه د خپلو خبرو په مهال دافغانستان دا تورونه رد کړل چې ګنې دحقاني شبکې جنګیالي دپاکستان زمکه دافغانستان په ضد استعمالوي.

دپاکستان د وزیراعظم صلاح کار دا خبرې په داسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ولسمشر ویاند ویلي وؤ ګرده نړۍ په دې خبر ده چې دطالبانو دپیښور، دکوئټې، میرام شاه اؤ کراچۍ شوراګانې دپاکستان ځمکه د افغانستان په ضد کاروي.

کابل پرله پسې په اسلام اباد ټینګار کوي چې پخپله ځمکه د موجودو طالبانو په ضد دې په ریښتوني ډول عملیات وکړي.

افغان چارواکي وایي داسې کوټلي ثبوتونه په لاس کې لري چې ترهګر د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته په افغانستان بریدونه کوي .

تیره اوونۍ دپاکستان اؤ افغانستان د سفر په مهال د امریکایي سناتورانو یوې ډلې هم ویلي وؤ چې که چرې پاکستان پخپله خاوره د حقاني شبکې د ترهګرو په ضد ګامونه وا نخلي نو امریکا ته پکار دي چې پاکستان سره پخپلو اړیکو بیا دسره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG