لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جی ایي ټي رپورټ،پاکستان کې حالات په کوم لوري روان دي؟


د نوازشریف حکومت د پلټنو دګډې ډلې په بې پلوۍ بې باوره دی اؤ تور لګوي چې دحکومت په ضد یې پټ سازشونه روان دي
د نوازشریف حکومت د پلټنو دګډې ډلې په بې پلوۍ بې باوره دی اؤ تور لګوي چې دحکومت په ضد یې پټ سازشونه روان دي

پاکستان کې دسترې محکمې په امر وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه د کورنۍ څخه دناجائزه پیسو دپلټنو دپاره ټاکل شوې ګډې ډلې خپلې پلټنې سرته رسولي اؤ ټاکل شوې ده ددغو پلټنو راپور سبا( دوشنبه) سترې محکمې ته سپارل کیږي.

خو ددغه راپور محکمې ته د سپارلو نه مخکې د حکومت، ریاستي ادارو اؤ مخالفو سیاسي ګوندونو ترمینځ داختلافونو اؤ تورونو یوې نوې لړۍ سر راپورته کړی.

وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه دحکومت د وزیرانو د اشاراتي څرګندؤنو نه څیړونکي تاثر اخلي چې ګنې حکومت د پوځ سره په ټکر کې راغلی اؤ پوځ غواړي چې د عدلیې په کارولو د نوازشریف حکومت له مینځه یوسي.

د نوازشریف حکومت د پلټنو دګډې ډلې په بې پلوۍ بې باوري ښودلې اؤ تور لګوي چې دحکومت په ضد یې پټ سازشونه روان دي.

هرڅو که نوازشریف یا دهغه دحکومت غړي په ډاګیز ډول نوم نه اخلي چې څوک یې دحکومت په ضد سازشونه کوي خو څیړونکي وایي د نوازشریف اشاره ددغه هیواد دطاقتور پوځ لوري ته ده.

تیره ورځ یوې دستورې ته وزیراعظم نوازشریف پخپله وینا کې ویلي وؤ “د جی ایي ټي تر شا پټو شوؤ میدان ته را اوځئ”

د یک شبنې په ورځ د نوازشریف د کابینې یو مهم وزیر ښاغلي سعد رفیق ګواښ کړی چې که سیاست نه د هغوئ د ویستلو هڅه وکړی شوه نو ډیر خلک به پخپله هم دغه هڅه کې د سیاست نه لاس اووینځي.

هغه تور لګولی چې دتحریک انصاف ګوند مشر د بل چا لاسونو کې لوبیږي اؤ ویلي یې دي ځینې ذهنیتونه پاکستان کې جمهوري حکومت نه شي لیدلی.

له دې وړاندې د وزیراعظم نوازشریف لور مریم نواز هم خبریالانو ته ویلي وؤ چې دهغې پلار دې دومره مجبوره نکړی شي چې دخپلې سینې رازونه د اولس په مخکې کښیږدي.

خو دهیواد مخالفو سیاسي ګوندونو په وزیراعظم نوازشریف غږ کړی چې دخپل اقتدار اؤ ذاتي ګټو دپاره دې هیواد ، ډیموکراسي اؤ ادارې په داؤ نه لګوي.

تیرکال پاناما لیکس کې د نوازشریف د کورنۍ دغړو په ګډون دنړۍ دګڼو طاقتورو شخصاتو نومونه مخې ته راغلي وؤ چې خپلو هیوادونو کې یې دټیکسونو څخه بچ کیدو دپاره خپلې پیسو دهیواد نه بهر لیږلي دي.

په دغه قضیه کې د نوازشریف د کورنۍ دغړو د نومونو مخې ته دراتلو نه وروستو دپاکستان ځینو سیاسي ګوندونو سترې محکمې ته خواست کړی ؤ چې دنوازشریف اؤ دهغه بچو څخه دې ددغو پیسو په هکله پلټنې وکړل شي.

دپاکستان سترې محکمې ددغه دوسیې دپلټنو دپاره د اپرېل په ۲۰مه نېټه د پاناما ليکس په اړونه فېصله اورولې وه او د وزيراعظم د بچو بهر ملکونو کې د جايدادونو معلومولو او تحقيقاتو دپاره يې د جی آئي ټي جوړولو امر کړی ؤ.

د پلټنو دغه شپږ کسیزه ډله چې د ایف ایي ای مرستیال مشر ضیاء احمد یې مشري کوي پکې د پاکستان دمرکزي بېنک، پوځ استخباراتي ادارو او قامي احتساب بېورو ترڅنګ د سيکيورټي اېکسچېنج استازي شامل دي.

سترې محکمې دغه ډلې ته امر کړی ؤ چې دؤؤ میاشتو کې باید د وزیراعظم په کورنۍ دلګولو شوؤ تورونو حقیقت معلوم کړي اؤ اوس چې دغه ډلې خپل کار سرته رسولی نو دنوازشریف حکومت وایي دغه ډلې خپلو پلټنو کې د انصاف تقاضې نه دي پوره کړي.

د خالي په ورځ دنوازشریف د حکومت څلورو وزیرانو سعد رفیق، شاهدخاقان عباسي، خواجه اصف اؤ احسن اقبال یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې حکومت ته اولس کومې رایې ورکړې دي دهغې د تروړلو هڅه روانه ده.

دغو وزیرانو تور لګولی چې د پلټنیزې ډلې جوړول کیدو په وخت ویل شوي وؤ ددغه ډلې مشري به دایف ایی مرستیال مشر کوي خو اوس په عملي ډول دغه ډله د هیواد داستخباراتي شبکې ایي بي د استازي لخوا کنټرول کیږي

حکومتي وزیرانو صفا کرښه راښکلې چې د محکمې یوازې هاغه پریکړه به مني چې په انصاف ولاړه وي.

خو د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر سید خورشید شاه د حکومت په دغه دریځ سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې وزیراعظم دې دخپل اقتدار دپاره جمهوریت اؤ د هیواد ادارو سره لوبې نه کوي.

هغه ویلي چې د جی ایي ټي په پلټنو د حکومتي واویلا څخه صفا ښکاري چې حکومت دوئ ماحول تاوژنول اؤ د اولس سترګو کې خاورې شیندل غواړي.

په پاکستان کې قانون پوهان وایي که چرې دپاکستان په وزیراعظم ثابته شي چې هغه دهیواد پیسې په ناقانونه ډول بهرلیږلي نو ستره محکمه هغه نااهله کولی هم شي چې په دغه صورت کې به نوازشریف د وزیراعظمۍ د منصب نه لاس وینځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG