لاس رسیدونکی لینک

مهمندایجنسي:په پوځیانو بمي چاودنه کې یو عسکر مړ بل ژوبل


سرچینې وایي دغو پوځیانو نورو پوځیانو ته د څښلو اوبه وړلې چې د سړک د غاړې ښخ کړل شوی بم پرې وچاودیدو.

دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه مهمند ایجنسۍ کې د ماين په یوه چاودنه کې یو پوځي وژل شوی اؤ بل سخت ژوبل دی.

دسیمې څخه سرچینې وایي د یک شنبې په ورځ دغه چاودنه دصافي تحصیل په سوران دره کې شوې ده.

سرچینې وایي دغو پوځیانو نورو پوځیانو ته د څښلو اوبه وړلې چې د سړک د غاړې ښخ کړل شوی بم پرې وچاودیدو.

چاودنه کې د ریاض په نوم یو پوځي حوالدار په ټکي مړ شوی اؤ رزاق په نوم سپاهي ژوبل شوی دی .

د ژوبل عسکر حالت هم مرګونی ښودل کیږي.

سرچینې وایي د چاودنې نه سمدستي وروستو په لویې شمیر کې امنیتي ځواکونه د پيښې ځایې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي.

مهمند ایجنسي دپاکستان هغه قبائیلي سیمه ده چې دا مهال پکې دپاکستان پوځ افغانستان سره په لګیدلې پوله ازغن تار لګول پیل کړي دي.

له دې وړاندې هم په دغه قبائیلي سیمه کې وخت په وخت د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه شوي چې ګڼ شمیر پوځیانو اؤ عامو خلکو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

تر دې مهاله ددې تازه برید پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې په دغه سیمه کې د شوؤ زیاترو بریدونو پړه د طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده.

XS
SM
MD
LG