لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټ بال نړيوال ستوري لوبغاړي پاکستان ته راغلي


 يوې لوبډلې مشري به رونالډينو او د بلې مشري به ګګز کوي.
يوې لوبډلې مشري به رونالډينو او د بلې مشري به ګګز کوي.

د فټ بال نړیوال ستوري لوبغاړي چې پکې د برازيل رونالډينو او رابرټو کارلوس شامل دي پاکستان ته راغلي دویې به په کراچۍ او لاهور کې به دوه نمائشي لوبې وکړي.

د فټ بال نړيوال ستوري لوبغاړي رونالډينو، رائن ګګز، ډېوډجېمز، جارج بوټينګ، رابرټ پېرس، لوئس بارموټی او نکولس اينلکا نن سحر د دوبۍ اسلام اباد ته رارسېدلي دي.

د فټ بال نړيوالو لوبغاړو دپاره د لوبو انتظام يوې شخصي کمپنۍ ليژرليګ کړي او د کمپنۍ چيف اپرېټنک افسر اسحاق شاه ويلي د دغو لوبو راجوړولو مقصد يې په پاکستان کې فټ بال ته وده ورکول دي.

هغه ويلي نړيوال لوبغاړي به نيم په يوه لوبډله او نيم په بله لوبډله کې ولوبيږي او لوبډلو کې به نور لوبغاړي ځايي وي.

د يوې لوبډلې مشري به رونالډينو او د بلې مشري به ګګز کوي.

بهرني لوبغاړي د اسلام اباد نه کراچۍ ته رارسېدلي او نن د خالي په ماښام اته نيمي بجې به د کراچۍ په عبدالستارايدهي هاکي اسټيديم کې لوبيږي او سبا به لاهور کې ولوبيږي.

د بهرنو لوبغاړو د امنيت انتظام د پوځ په لاس کې دی او د امنيت دپاره يې کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.

د فټ بال نړيوال لوبغاړي نن دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرباجوه مېلمانه کړي او هغو ته يې هرکلی ويلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG