لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ټولنیزو اړيکو وېب پاڼو ته حکومتي ګواښونه


 د جمعې په ورځ د ټولنيزو اړيکو وېب پاڼې فېس بک مرستیال مشر جوئل کېپلن د کورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدلي
 د جمعې په ورځ د ټولنيزو اړيکو وېب پاڼې فېس بک مرستیال مشر جوئل کېپلن د کورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدلي

پاکستان یو ځل بيا ويلي دي د ټولنيزو اړیکو په وېب پاڼو به د مذهب د سپکاوي اجازت چاته نه وي خو د انټرنېټ کارؤنکو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي پاکستان د مذهب د سپکاوي په نوم سياسي بدل اخلي او خلک د رائې د اظهار د ازادۍ د بنيادي حق نه محرومه ساتل غواړي.

پاکستان کې د انټرنېټ کارؤنکو دپاره کار کوونکی اسد بېګ وايي فېس بک هر کال دوه ځله يو راپور جاري کوي او د رپورټ ترمخه د ۲۰۱۳م کال نه فېس بک د پاکستان د حکومت په وېنا د خپلې پاڼې نه ډېر مواد لرې کړي دي.

او دا د فېس بک پاليسي ده که يو حکومت يا قانون پلي کوونکې اداره ورنه د کومو موادو لرې کولو خواست کوي نو فېس بک يې مني.

اسدبېګ وايي په داسې کې د ټولنيزو اړيکو تړلو ګواښونه ښايي پاکستان په اولس د مالوماتو ور تړل غواړي.

"په پاکستان کې مونږ ته اندېښنه ده چې د مذهب د سپکاوي د موادو په نوم يا بهانه کوي سياسي بدل اخستل کيږی او په خلکو تور لګول کيږي د مذهب د سپکاوي او يا په نورو طريقو سنسرشپ کيږي نو په هغې کې مونږ ته اندېښنه ده".

اسدبېګ وايي پاکستان د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو داسې بندېز لګول غواړي څنګه چې چين لګولی دی او څنګه چې هند د خپل واک لاندې کشمير کې لګولی دی.

يو بل کار کوونکی اسامه خلجي هم وايي، "څنګه چې د چين حکومت خلک غلی کوي د ويلو اجازه ورته نه ورکوي ښکاري پاکستان هم په هغه لار روان دی ښکاري دا حکومت د جمهوريت او قانون خلاف ورزي کوي لګیا دی چې خلکو ته وايي تنقيد مه کوئ".

پاکستان کې په وړومبي ځل د جون په میاشت کې په ټولنيزو اړيکو د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په تور يو شيعه مسلمان ته عدالت د مرګ سزا اورولې وه، دا پېښه په پنجاب صوبه کې رامنځته شوې وه.

د جمعې په ورځ د ټولنيزو اړيکو وېب پاڼې فېس بک مرستیال مشر جوئل کېپلن د کورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدلي او وروستو وزارت ويلي پاکستان په فېس بک د مذهبي د سپکاوي په موادو خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

وزارت ويلي حکومت يې د رائې د اظهار په ازادۍ يقين ساتي خو چاته د مذهب د سپکاوي اجازه نشي ورکولی.

د فېس بک چارواکي پاکستان ته ويلي فېس بک د ځوانانو دپاره داسې انتظام کړی چې پوهه يې کړي انټرنېټ بايد څنګه وکارول شي.

فېس بک دې پروګرام ته د (آئي چېمپ) نوم ورکړی او په دې په هند او مصر کې بندېز لګول شوی دی.

پاکستان هم د يوې مودې نه داسې ګواښونه کوي چې که چرته د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو د مذهب د سپکاوي مواد بند نه کړی شو نو د انټرنېټ يو شمېر پاڼې به بندې شي.

راپورونه وايي پاکستان کې دا وخت نزدې درې کروړه دېرش لاکه خلک فېس بک کاروي اود اپرېل په مياشت کې حکومت ويلي فېس بک د دويې په وېنا داسې ۷۵ فيصده مواد لرې کړي چې ورته د مذهب د سپکاوي مواد وېل کیږي.

پاکستان يواځينی اسلامي هېواد دی چې د فېس بک نه دغه ډول غوښتنې کوي، د انټرنېټ قابو کولو پاکستان سخت او لانجمن سائبرکرائم قانون هم جوړ کړی دی، په کوم باندې چې نيوکې هم کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG