لاس رسیدونکی لینک

قطر د څلورو عرب هېوادونو د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه رد کړي


ترهګرۍ په اړوند د قطر دريځ ډاګيز او هر چاته مالوم دی او قطر هر ډول ترهګري غندي

قطر د څلورو عرب هېوادونو چا چې د دغه ملک نه بائيکاټ کړی دا تورونه يې ورله بې اساسه بللي چې قطر د ترهګرو مالې مرستې کوي.

سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، مصر او بحرېن د زیارت په ورځ ناوخته يو ګډ بيان کې ويلي ؤ د دوحه د سفارتي شخړې ختمولو دپاره دغوښتنو منلو نه انکار دا خبره ثابتوي چې د ترهګرو سره يې اړیکې دي.

دغو څلورو واړو ملکونو په خپلو سرکاري رسنیو دا بيان خپور کړی ؤ چې قطر ته د وړومبيو ۱۳ غوښتنو وړاندیز اوس ختم شوی دی او دويې د قطر په ضد د نورو سياسي، اقتصادي او قانوني ګامونو پورته کولو ژمنه کړې ده.

قطر د دغو هېوادونو دې بيان ته خپل رسمي غبرګون کې د جمعې په ورځ ناوخته دا تورونه بې اساسه بللي او ويلي يې دا د نورو هېوادونو په خپلمنځي چارو کې د لاس وهنې برابر دي.

د قطر دولتي خبري ادارې د بهرنو چارو د وزارت د سرچينې څخه ويلي، د ترهګرۍ په اړوند د قطر دريځ ډاګيز او هر چاته مالوم دی او قطر هر ډول ترهګري غندي که هدف يې هر څه وي.

سرچينې ويلي قطر تیار دی چې هغو ټولو ادعاؤ ته بيا کتنه وکړي کومې چې د قطر د خپلواکۍ سره تضاد نه لري.

د برطانيې د بهرنو چارو وزير بورېس جانس د جمعې په ورځ سعودي عرب ته رسېدلی او هغه به د سعودي او متحده عرب اماراتو مشرانو سره د دغه شخړې کمولو په لړ کې خبرې کوي.

جانس به قطر ته ځي او دقطر چارواکو سره به هم ويني خو نوموړي د قطر تلو وخت نه دی ويلی.

څلورو عرب هېوادونو قطر سره سفارتي اړيکې، هوايي او ځمکنی هر ډول تګ راتګ بند کړی دی.

دویې قطر ته ۱۳ غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د الجزيز ټي وي بندول او په دوحه کې د ترکي پوځي اډه تړل شامل دي.

د قطر چارواکي وايي دغه غوښتنې ډېرې سختې او دويې ورته په دې نظر ګوري چې دغه هېوادونه قطر سره خبرو ته سنجيده نه دي.

XS
SM
MD
LG