لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګډو عملیاتو نه دپشا کیدو پسر پاکستان ته دافغانستان خبرداری


کابل او اسلام اباد ژمنه کړې چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې  د ترهګرو ډلو پرضد به  د امریکا ترڅارنې لاندې ګډ عملیات کوي
کابل او اسلام اباد ژمنه کړې چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې  د ترهګرو ډلو پرضد به  د امریکا ترڅارنې لاندې ګډ عملیات کوي

افغان حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که دترهګرۍ په ضد دګډو عملیاتو د ژمنې څخه پشا شو نو افغانستان به چین اؤ امریکا څخه غوښتنه وکړي چې دپاکستان سره خپلې ستراتیژیکي اړیکې ختمې کړي.

دشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر ویاند ښاغلي نجیب الله ازاد وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره مرکه کې دپاکستان دا دعوې په سختۍ سره رد کړې چې ګنې خپلې خاورې نه یې دجنګیالو نیټ ورکونه ختم کړي اؤ دغه جنګیالي اوس افغانستان څخه فعالیتونه کوي .

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا د زیارت په ورځ دعوه کړې وه چې القاعده، داعش اؤ طالبانو ته یې پخپله خاوره ماتې ورکړې اؤ دغه ترهګرې ډلې اوس په پاکستان کې شتون نه لري .

هغه ویلي وؤ د حقاني نیټ ورک زیاتره مشران هم په افغانستان کې وژل شوي چې دا ښایي ددغه جنګیالو ځاله هم اوس افغانستان کې ده.

خو دافغان ولسمشر اشرف ویاند دپاکستان په دغو دعوؤ سخت غبرګون وښودلو اؤ وئ ویل که دپاکستان لخوا دغسې څرګندونې بیا تکرار شي نو دا به غوره پائیلې ونه لري.

هغه وویل ددغسې تورونو له امله افغانستان سره دچین او امریکا هاغه تعهدات زیامنیدلی شي چې دترهګرۍ ضد د ریښتونې مبارزې په اړه یې د پاکستان ژمنه ترلاسه کړې ده.

خو په عین حال کې دپاکستان دوزیراعظم ښاغلي نوازشریف په مشرۍ شوې د اوچتې پایې یوه غونډه کې په افغانستان غږ شوی چې پاکستان افغانستان کې دامن هڅې کوي خو افغانستان باید د خپله انده هم پخپله سیمه کې پیاوړې واکمني ټینګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل او اسلام اباد ژمنه کړې چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترهګرو ډلو پرضد به د امریکا ترڅارنې لاندې ګډ عملیات کوي.

دتیرې یوې لسیزې راهسې امریکایي اؤ افغان چارواکي په پاکستان تورونه لګوي چې افغانستان کې یې جګړې ته دوام ورکولو دپاره پخپله خاوره جنګیالي ساتلي دي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

څیړونکي وایي امریکا افغانستان دپاره دخپلې نوې تګلارې اعلانولو نه وړاندې په پاکستان فشارونه سیوا کړي چې دغه هیواد کې دمداخلې نه لاس واخلي.

افغانستان دپاره دامریکا دځانګړې تګلارې تیارولو نه دمخه تیره اوونۍ د امریکایي کانګریس غړو د سنیټیر جان مکین په مشرۍ دکابل اؤ اسلام اباد سفرونه هم کړي وؤ.

راپورونه وایي په دغه سفر کې امریکایي سنیټیرانو پاکستان ته کرښه راښکلې چې دخپلې خاورې څخه دحقاني نیټ ورک د جنګیالو ځالې ختمې کړي.

خو زیاتره څیړونکي داسې اندیښنې څرګندوي چې که پاکستان دغه عملیات کوي هم نو ارزښت به یې یوازې د نمائشي بڼې وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG