لاس رسیدونکی لینک

پاکستان:افغانستان ته به دخپله انده هم پخپله خاوره واکمني ټینګول وي


په دغه غونډه کې زیاتې خبرې اؤ غور دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ په کړکیچنو اړیکو شوی

پاکستان ویلي دخپله انده افغانستان کې دامن د ټینګښت اؤ تاؤ تریخوالي ختمولو دپاره کوټلې هڅې کوي خو افغانستان ته به هم پخپله سیمه کې مضبوط واک ټینګول وي.

دپاکستان دقامي سلامتۍ د کمټې غونده نن د شنبې په ورځ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ شوې چې پکې دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه، داستخباراتي ادارو مشرانو اؤ لوړ پوړو حکومتي چارواکو برخه لرله.

راپورونه وایي په دغه غونډه کې زیاتې خبرې اؤ غور دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ په کړکیچنو اړیکو شوی.

افغان حکومت په پاکستان تورونه لګوي چې افغانستان کې یې جګړې ته دوام ورکولو دپاره پخپله خاوره جنګیالي ساتلي دي خو اسلام اباد د کابل دغه تورونه ردوي.

افغانستان دپاره دامریکا دځانګړې تګلارې تیارولو نه دمخه تیره اوونۍ د امریکایي کانګریس غړو د سنیټیر جان مکین په مشرۍ دکابل اؤ اسلام اباد سفرونه هم کړي وؤ.

راپورونه وایي په دغه سفر کې امریکایي سنیټیرانو پاکستان ته کرښه راښکلې چې دخپلې خاورې څخه دحقاني نیټ ورک د جنګیالو ځالې ختمې کړي.

خوپاکستان دریځ لري چې دحقاني نیټ ورک جنګیالي افغانستان څخه فعالیتونه کوي.

دسرچینو وینا ده چې دوزیراعظم نوازشریف په مشرۍ دقامي سلامتیاد کمیتې غونډه کې دافغانستان اؤ هند د اړیکو برڅیره دقطر سره دسعوي ائتلاف په کړکیچ،اؤ امریکا ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي په سفر خبرې اترې هم شوي دي.

دغې غونډې ته ښاغلي نوازشریف افغان ولسمشر اشرف غني اؤ دسعودي عرب بادشاه سره د خپلو اوسنیو لیدنو احوال تیر کړی اؤ هم یې ددې نه خبر کړي دي چې نړیواله ټولنه د پاکستان څخه څه غوښتنې لري.

همدغه راز سرچینې وایي دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د غونډې برخه وال د پاکستان د ختیزو اؤ لویدیزو پولو د وضعیت نه خبر کړي دي.

دسرچنیو په وینا د اوچتې پایې دغه غونډه کې حکومتي اؤ پوځي مشرانو پریکړه کړې ده چې دهیواد په سلامتیا به هیڅ رقم سازباز ته غاړه نه ږدي.

دغونډې وروستو مطبوعاتو ته په جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دنړۍ یو هیواد هم دنړیوال تحفظ اؤ سلامتۍ دپاره دپاکستان هومره قربانۍ نه دي ورکړي.

اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان به افغانستان کې دائمي امن دپاره خپل غوره رول دوامداره ساتي خو افغانستان ته به هم پخپله خاوره پیاوړې ځواکمني ټینګول وي.

څیړونکي وایي امریکا افغانستان دپاره د خپلې نوې تګلارې اعلانولو نه وړاندې په پاکستان فشارونه سیوا کړي چې دغه هیواد کې دمداخلې نه لاس واخلي.

تیره ورځ افغان حکومت ویلي وؤ دپاکستان اؤ افغانستا ګډ ځواکونه به د ترهګرو په ضد دپولې دواړو غاړو ته عملیات پیل کوي.

راپورونه وایي چې ددغو عملیاتو څارنه به هم امریکا پخپله کوي خو ددې باوجود هم په افغان حکومت خپلو خلکو په سوشل میډیا نیوکې کړي چې باید پاکستان سره یو ځایې عملیاتو ته غاړه کښینږدي.

زیاتره څیړنکاران په دې نظر دي چې پاکستان سیمې اؤ افغانستان دپاره نوې تګلاره کې امریکا ته دځان سپینولو په موخه دخپلو پولو دننه دجنګیالو په ضد عملیاتو ته غاړه ایښې ده .

څیړونکي اندیښنې څرګندوي چې که پاکستان دغه عملیات کوي هم نو ارزښت به یې یوازې د نمائشي بڼې وي

XS
SM
MD
LG