لاس رسیدونکی لینک

یونس خان وایي انعام کې ورکړی کیدونکې پیسې‌ په خیراتي ادارو ویشي


دپاکستان دکرکټ لوبډلې پخواني مشر اؤ نامتو پښتون لوبغاړي یونس خان اعلان کړی چې د وزیراعظم نوازشریف لخوا هغه ته دانعام په توګه اعلان شوې ۱۰ ملیونه روپۍ به په خیراتي ادارو ویشي.

دپاکستان حکومت دکرکټ پخوانو لوبغاړو یونس خان ، شاهد اپریدي اؤ مصباح الحق ته په غوره خدماتو د یو، یو کرورو روپو د انعام ورکولو ترڅنګ د صدارتي ایوارډونو ورکولو اعلان هم کړی دی.

دپښتونخوا دمردان سیمې سره تعلق لرونکي ښاغلي یونس خان پخپل یو ویډیو پیغام کې په دغه اعلان د وزیراعظم نوازشریف مننه کړې اؤ ویلي یې دي هغه به دغه پیسې خیراتي ادارو له ورکوي.

یونس خان په دغه پیغام کې دا غوښتنه هم کړې ده چې هغه ته ورکړی کیدونکو پیسو نه باید ټیکس غوڅ نکړل شي ترڅو دغه پیسې د ضرورتمندو خلکو په خیر ښیګړه مصرف شي.

ښاغلی یونس خان په ټیسټ میچونو کې د ترټولو زیاتو ۱۰۰۰۰ؤ منډو جوړولو ویاړ په غاړه لري اؤ د انضمام الحق د ۲۵ؤ سلیزو جوړولو ریکارډ هم ده مات کړی دی.

دمئ په میاشت کې دافغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال ویلي وؤ چې افغانستان د توپ وهنې په څانګه کې دخپلو لوبغاړو د روزنې دپاره د یونس خان سره خبرې اترې کړي دي اؤ هغه دې خبرې ته امادګي ښودلې ده چې افغان لوبغاړي به وروزي.

خو وروستو به افغان کرکټ بورډ پاکستان سره دکرکټ د اړیکو ختمولو اعلان وکړو اؤ دغه تړون تر دې مهاله ونه شو.

XS
SM
MD
LG