لاس رسیدونکی لینک

هېم برګ کې دپوليس او مظاهرينو نښتې، گڼ شمېر ژوبل


نښتې د زيارت په ماښام هېم برګ کې شوي چرته چې په زرګونو مظاهره چيان راټول شوي وو.

د جرمني په هېم برګ ښار کې د نړۍ د ۲۰ غټو اقتصادي قوتونو استازي تنظيم (جي ـ۲۰) سرمشريزه غونډه کيږي او په دغه مهال د سرمايه دارۍ يا پانګوالۍ په ضد د مظاهرينو او بوليس ترمنځ نښتې شوي چې پکې گڼ شمېرخلک ژوبل شوي دي.

نښتې د زيارت په ماښام هېم برګ کې شوي چرته چې په زرګونو مظاهره چيان راټول شوي وو.

د پولیس چارواکو په وېنا د شپې ناوختې پورې روانو مظاهرو، نښتو او ګټو ويشتو کې ۷۵ پوليس ژوبل شوي دي.

مظاهره چيانو په ځينو ځايونو کې وراني کړي ګاډي او دوکانونه يې سوځولي دي، پوليس د مظاهره چيانو خورولو دپاره په هغو ډنډې ورولي، د مرچکو سپری يې پرې کړی او اوبه يې پرې ورولي دي.

د عېني شاهدينو په وېنا نښتو کې څو مظاهره چيان هم ژوبل شوي دي.

د جي ـ ۲۰ دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د جمعې په ورځ هېم برګ کې پېل کيږي، د کومې د ساتنې دپاره چې د ګرد هېواد نه د جرمن پوليسو ۲۰ زره سرتيري راوستی شوي دي.

د جرمني په شمال کې پروت دا ښار په تاريخي توګه د کيڼ اړخه فکر او پانګوالۍ ضد مظاهرو مرکز پاتې شوی دی.

د غونډې کوربه او د جرمنۍ چانسلرې انګېلامرخېل دريځ دی چې هغې د جي ـ۲۰ د غونډې کوربه توب دپاره هېم برګ ځکه خوښ کړی چې د نړۍ مشران د اختلاف رائې د زغم د جرمني د رواياتو سره اشنا شي، او هغه د خونديتوب په ضد د عامو خلکو جذبات وګوري.

د جرمني د پوليس چارواکو هيله څرګنده کړې چې د غونډې په ضد احتجاج دپاره د يورپ د بېلابيلو هېوادونو څخه خواوشا يو لاک مظاهرين هېم برګ ته راتلی شي.

د پوليس په وېنا په دغو مظاهره چیانو کې د تشدد څخه ډک احتجاج دپاره ياد کيڼ اړخه فکر لرونکو مختلفو يورپي ډلو اته زره غړي هم شامل دي.

د زیارت په ورځ ترسره شوؤ مظاهرو کې د ۱۳زرو نه زياتو خلکو ګډون کړی چې پکې د کيڼ اړخه تشدد کوونکو ډلو سره تعلق لرونکي نزدې زر تنه شريک وو چا چې تورې جامې اغوستې او مخونه يې پټ ؤ او دويې پوليس سره په نښتو کې مخکې مخکې وو.

مظاهره چیانو د روانې اوونۍ د پېل څخه په سړکونو او څلور لارو پرلتې وهلې، او د نړيوالو مشرانو په خصوصي توګه د امریکايي صدر ډونلډ ټرمپ ښارته د راتګ انتظار کوي، د چا په پالیسو چې د يورپ ازادخياله سياستمدار او اولسي حلقې په قهر دي.

XS
SM
MD
LG