لاس رسیدونکی لینک

ټرمپ ژمنه کړې امریکا به د شمالي کوريا په ټينګه مقابله کوي


ښاغلي ټرمپ په وارسا کې رسنيو سره په خبرو کې د شمالي کوريا په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا چلند ته ګواښ ويلی او ژمنه يې کړې ده، "مونږ به يې په کلکه مقابله وکړو".

شمالي کوريا د سه شنبې په ورځ د وړومبي بېن البراعظمي ميزايل ازموينه کړې کوم چې ايټمې وسلې هم وړی شي.

د امريکا پوځي چارواکو اندازه لګولې چې دغه ميزايل ۵۵۰۰ کلوميټر تلو صلاحیت لري او د پيانګ يانګ نه د شمال لويديځې امریکا برخو ته رسېدی شي.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ وارسا کې د پولېنډ صدر انډرزيج ډوډا سره خبرې غونډې ته په وېنا کې ټرمم شمالي ته خبرداری ورکړو چې دويې په ځينو ښه څيزونو غور کوي.

هغه ويلي، "دويې ډېر خطرناک چلند کوي او څه به ورسره کول وي، اود دويې بدچلند بدې پايلي لري".

امریکايي صدر دا په ډاګه نه کړه چې په کومو لارو غور کوي، خو د پنجشنبې په ورځ د دفاع وزير جېم مېټس خبريالانو ته ویلي د شمالي کوريا د راپارؤنکي عمل باوجود لا هم د سفارتي حل لاره موجوده ده.

هغه ويلي، "زه فکر نه کوم داسې کول به مونږ جګړې ته نزدې کړي ځکه چې صدر او خارجه وزير په ښکاره ویلي چې سفارتي او اقتصادي هڅې به وړاندې کوي".

مېټس ويلي "مونږ د اتحاديانو سره کار کوو مونږ د چين سره کار کوو"، خو "يقيني که شمالي کوريا کومه هڅه کوي چې جګړه ونخلي ګن اړخيزه پايلې به ولري".

مېټس ويلي امریکايي پوځ په ډېرو لارو تیاری کړی که چرته سفارتي هڅې ناکامه کيږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د تازه پارونکي اقدام د غندلو په لړ کې یوه بیړنۍ غونډه رابللې وه.

دې غونډې کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکلي هیلي خبرداری ورکړی ؤ چې که ضرورت شي امریکا به پر شمالي کوریا پوځي برید وکړي.

د امریکا ولسمشر په وارسا کې د منځني خیتځ د حالاتو په اړه هم خبرې کړي او ويلي يې دي چې سپینه ماڼۍ به په شام او عراق کې د داعش ډلې ماته یقیني کړي.

XS
SM
MD
LG