لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په دوه نیم کاله کې د مرګ۴۶۵ سزاګانې اورول شوي


خو غېر دولتي تنظيم وايي چې د تېزندۍ په سزا ګانو کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالتونو يواځې ۱۶ فيصده سزاګانې اورولي دي،
خو غېر دولتي تنظيم وايي چې د تېزندۍ په سزا ګانو کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالتونو يواځې ۱۶ فيصده سزاګانې اورولي دي،

پاکستان کې د لاندينو عدالتونو نه د تېزندۍ سزاګانې اورول سېوا شوي او پاکستان دا وخت د مرګ سزا عملي کوونکو شپږو هېوادونو کې شماريږي.

غېردولتي تنظیم جسټس پروجېکټ اف پاکستان په خپل رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د تېزندۍ سزا عملي کېدو وروستو د روان کال مئي د مياشتې پورې ۴۶۵ مجرمانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

د بې وسه بنديانو د مرستو دپاره کارکوونکي يو بل شخصي تنظيم مشر لیاقت بنوري اېډوکېټ هم مني د چې کمزوري پلټنيز نظام او عدالتونو د بې حسۍ له کبله پاکستان کې د تېزندۍ سزا غلطه کارول کیږي.

"تاسو دا يقين وساتئ چې زه جېل ته لاړم د مرګ سزا والا، نو هلته يو کس ؤ وېل يې چې زه د ۱۶ کالونه په دې کوټه کې بنديم زه دا خواست کوم چې ما فوراً پهانسي کړئ زما خو ژوند ختم شو، نو دغه قسم کېسونه زمونږ سره ډېر دي د انصاف غلط استعمال د قانون غلط استعمال، او د هغې نه پس د عدالتونو کمزوري نظام اثرات په خلکو پرېووځي".

نوموړي وويل په دغه شان حالاتو کې "اصل ملزمان ووځي او غريبان چې وروستو يې څوک نه وي هغه خخ شي او سزاوار شي".

هغه وويل زه دا منم چې قانون شته خو غلط کارول کيږي.

د تنظيم د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۱۴م کې پېښور کې په سکول د ترهګر برید وروستو په ملک کې په عارضي توګه د تېزندۍ سزا عملي شوې او وېل شوي چې يواځې خطرناک ترهګر به تېزندي کولی شي.

خو غېر دولتي تنظيم وايي چې د تېزندۍ په سزا ګانو کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالتونو يواځې ۱۶ فيصده سزاګانې اورولي دي، او خېبرپښتونخوا کې پوځي عدالتونو ځينې د تېزندۍ سزاګانې اورولي دي.

تنظيم ويلي په اورول شوؤ سزاګانو کې زیاتې ځايي د سيشن عدالتونو اورولي دي، او تر ټولو زيات ۷۳ فيصده سزاګانې په پنجاب صوبه کې عملي شوي دي.

دغه ډول د تېزندې په سزاګانو کې۸۹فيصده هم د پنجاب صوبې عدالتونو اورولي دي.

غېردولتي تنظيم په خپل راپور کې زياته کړې ده چې پنجاب صوبه کې په حکومتي کچ د تېزندۍ د سزا په غلطه توګه کارولو شواهد موجود دي.

راپورونه وايي پاکستان کې دا وخت د ۸۰۰۰ نه زيات داسې مجرمان دي چا ته چې د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

په وروستيو کې دا پېښې هم رامنځته شوې چې د ملک تر ټولو ستر عدالت د تېزندۍ سزاوار شوؤ د خوشي کېدو امر کړی خو په ځينو پېښو کې معلومه شوې چې دغه کسان د وړاندې نه په جېلونو کې مړه شوي دي.

د بشري حقونو نړيوال او ځايي تنظيمونه او ځينې سياسي ګوندونه هم د حکومت نه غوښتنه کوي چې د تېزندۍ سزا عملي کولو فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي.

خو حکومت وايي د ملک نه د ترهګرۍ د خاتمې دپاره دا سزا ضروري ده.

د پاکستان نه علاوه چين، عراق، ايران او سعودي عرب کې تر ټولو زياتې د تېزندۍ سزاګانې ورکړی کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG