لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د بلوچستان نيشنل پارټۍ يو مشر سره د ملګري وژل شوی


د ډزو پېښه کې يو لاروی هم ژوبل شوی دی.
د ډزو پېښه کې يو لاروی هم ژوبل شوی دی.

د بلوچستان صوبې سر ښار کوټه په ارباب کرم خان روډ باندې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د بلوچستان نيشنل پارټۍ (بي اېن پي) يو مشر ملک نويد ديهور سره د هغه د ساتونکي وژل شوی دی.

د پولیسو په وېنا د بي اېن پي مشر وسله والو په خپل ګاډي کې په نخښه کړی دی، ملک نويد د ډزو له امله ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړی او ساتونکي يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ډزو پېښه کې يو لاروی هم ژوبل شوی دی.

د بي اېن پي مشر د بلوچستان پخواني وزيراعلٰی اختر مېنګل د ملک نويد وژنه غټ تاوان بللی، هغه ويلي "ډزې کوونکي کېدی شي نامالومه کسان پاتې شي خو د دويې دپاره مالوم دي".

هغه په ټويټر ويلي، د انتخاباتو نه وړاندې د نتيجو بدلولو دپاره داسې ويره خورول کيږي، او د ۲۰۱۳م د انتخاباتو ډائريکټرز د ۲۰۱۸م دپاره فعاله شو.

د بلوچستان وزیراعلٰی د پېښې غندنه کړې او پېښه کې د ککړو کسانو نيولو هدايات يې ورکړي دي.

له دې وړاندې نن د بلوچستان پنجګور ضلع کې د صوبې د صحت وزير رحمت صالح بلوچ په کاروان نامالومو وسله والو بريد کړی خو وزير پکې روغ پاتې شوی دی.

د رحمت صالح بلوچ تعلق د نيشنل پارټۍ سره دی.

د دغو دواړو بريدونو زمه واري چا نه ده قبوله کړې.

بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده.

چارواکي وايي په صوبه کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې، بلوچ بېلتون خوښي او نور تُندلاري په دغه ډول بدامنۍ خورولو کې لاس لري.

د بلوچستان چارواکي د بدامنۍ او ترهګرۍ تورونه د هند په استخباراتي ادارې (را) هم لګوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG